سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د طوفان هریرود لوبډله د دویم ځل لپاره په پر له پسې توګه د افغانستان غوره لیګ د اتلولي سرلیک ترلاسه کړ

۳۰ وږی, ۱۳۹۸

د طوفان هریرود او شاهین آسمایي لوبډلي په یوه زړه راښکونکې سیالۍ کې د افغانستان غوره لیګ د اتم څپرکې اتلولې سرلیک لاسته راوړلو لپاره د یو بل پر وړاندې لاړل.

د افغانستان فوټبال فدراسیون، نن د وږي د میاشتې په ۲۹ مه نیټه، د مازدیګر په ۵:۰۰ بجې، د ۷۰۰۰ زرو څخه زیات لیدونکو او مینوالو او یو شمېر ځانګړې مېلمنو په شتون د یو حساسې او پریکړه کوونکی سیالۍ کوربه وو.

دغه سیالۍ د یو شمېر دودیز سندرو او ښکلي اجراګانو څخه وروسته پیل شو. دواړو لوبډلو د لوړ هڅې او قوي مورال سره میدان ته ولاړل. شاهین آسمایي د خپل سیال لوبغاړو ځاله اغېزمنه کړه او د هغو پاسونو لړۍ پرې کونې سره یې، د خپل تل پاتې تلنلارې سره سم، بریدونه پیل کړل. له بلي خوا، طوفان هریرود هم د ډېر سیسټماټیک بریدونو سره، تر خپل سیال کم را نه غی. د دواړو لوبډلو هدف دا وو چې د لومړۍ ګول ترسره کولو سره، ژر تر ژره د سیالۍ واک په لاس ونیسې. 

د دواړو لوبډلو لوبغاړي د ډېرې سترې روحیې سره، غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه. بریدکوونکي، دفاع کوونکي او په عمومي ډول، د ولوبغاړو تر منځ همکاري ډېره د ستاینې وړ وه مګر له شور او هیجان څخه ډک ګڼ شمېر شېبو سربېره هم، لومړۍ نیمه د ۰ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدله.

طوفان هریرود د دوهمې نیمې د پیل سره ډېر ژر د خپل سیال ګول له ګواښ سره مخامخ کړ او د دوې لړۍ ته یې د بې پایلې شاټونو سره په پرلپسې توګه دوام ورکړ خو باید وویل شي چې دا بریدونه په ښه توګه د شاهین آسمایي د ګول ساتونکې (کاوش حیدري) له خوا دفع او په ضد بریدونو بدل شوه، مګر د نوموړې لوبډلې هلې ځلې هم بې ګټې وې. د لوبې آخرې شیبې د دواړو لوبډلو لخوا په دفاعي ډول ترسره شو او د سیالۍ قانوني ۹۰ دقیقې بې له کوم ګول ۰-۰ پای ته ورسېدله او لوبه ۳۰ دقیقې اضافي وخت ته ولاړه.

طوفان هریرود په څرګنده ډول د یو بدلون رامنځ ته کونې په اړه ژمنه وه او په اضافي دقیقو کې د ډېر ستر مورال سره میدان ته د ننه شوه. د نوموړې لوبډلې هلې ځلې بلاخره په ۹۵ مه دقیقې کې د ګټې وړ شوې او حاتم شیردل د خپلې لوبډلې لومړی ګول ترسره کړ او خپلې لوبډلې ته ۱-۰ لومړیتوب ور په برخه کړ.

د اضافي وختونو په پایلني شېبو کې د شاهین آسمایي دفاع کوونکې امان الله سرداري د یو خطا ترسره کولو په ترڅ کې سور کارټ واخیست او شاهین آسمایي لسو لوبغاړو سره لوبې ته دوام ورکړو. شاهین آسمایی د دې تاوان د جبران لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې مګر بریالي نه شو چې یو غوره برید ترتیب کړي، په داسې حال کې چې طوفان هریرود دفاعي چلند غوره کړ. دغه په زړه پوري سیالۍ د ۱-۰ په توپیر د طوفان هریرود په بریا پای ته ورسېدله. 

حاتم شیردل د دغې سیالۍ د بریا ګول ترسره کولو لپاره د سیالۍ د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپره شوه. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پاڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

 

د دې پاڼې شریکول