«د میوند اتلان» د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې د یوې ګرانې سیالۍ په لړ کې د «طوفان هریرود» سره مخامخ شو. د میوند اتلان د دې بریا او د ۳ امتیازونو ترلاسه کونې سره د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نیمهپایلني پړاو ته لاره وموندل.
میوند او طوفان په خپل لومړني لوبو کې، د میدان ګټونکی وو او په دې لوبې کې یې هڅه وکړه تر څو هیڅ کومه خطا ترسره نه کړي.
د طوفان هریرود لوبډله د شاهین آسمایي لوبډلې ته ماتې ورکونې سره ځان باندې ډېر ډاډ ترلاسه کړی وو ځکه چې دا لوبډله د افغانستان روشن یو له غوره لوبډلو څخه ده، له دې امله هغوی دا لوبه د بریا په تمه پیل کړه. د دې لوبډلې لوبغاړو د ډېر زیات زورور شوټونو سره بشپړې هلېځلې وکړې تر څو د لوبې لومړی ګول او د میدان واکمني ترلاسه کړي. که څه هم، د هغو دا تلنلاره د ګټې وړ نه شوه او ډېر زیات طلایي فرصتونه یې له لاسه ورکړه او یا هم د هغو د سیال لوبډلې دفاعي کرښې د هغو له پرمختګ څخه مخنیوی وکړ.
د لوبې په ۱۸ دقې کې، یار محمد ذاکرخیل، د میوند پېژندل شوی هافبک، د یو پنالټي سره د طوفان ګول خلاص کړ. د میوند لوبغاړي د ګول ترسره کونې وروسته د لوبې د پایلې حفظ کونې لپاره، دفاعي تلنلاره خپله کړه.
په داسې حال کې چې طوفان هریرود ۶۰ سلنه لوبه په واک کې درلوده، خو بیا هم دا لوبه د غرب استازي «د میوند اتلان» په ګټې پای ته ورسېدل.
له دې بریا سره اتلان خپل د ډلهییز پړاو وروستې سیالۍ کې د شاهین آسمایي پر وړاندې ځي.
تاسو کولای شئ دا سیالۍ د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې ننداره کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیاليو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، د (www.afghanpremierleague.com) وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ.