سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د عقابان هندوکش لوبډلې په یو زړه پورې سیالۍ کې د اباسین څپې لوبډلې ته ماته ورکړه

۱۳ وږی, ۱۳۹۸

نن، د ۱۳۹۸ کال د وږې میاشتې ۱۳ مه نېټه، د افغانستان غوره لیګ د اتم څپرکې د ډله‌ییز پړاو په اتمه سیالۍ کې، عقابان هندوکش، د افغانستان غوره لیګ څلورم څپرکې نایب اتل، د اباسین څپې لوبډلې پروړاندې سیالي وکړه.

د لوبې لومړی نیمایی د دواړو ټیمونو لخوا بریدونو سره پیل شو، مګر د اباسین څپې لوبډله په ۲۱ مه دقیقه کې د عمران ویلیزاداه لخوا د ښکلي ګول په واسطه د ۱-۰ په برابر پاتې راغله. له بلې خوا، د عقابان هندوکش لوبډله درېدونکي نه وه، او یوځل بیا، دا عمران ولیزاده و چې د خپل د یو ښکلې ګول په واسطه د خپل لوبډلې بریا یی دوه چنده کړه.

د لومړۍ نیمې په پاتې برخه کې، د اباسین څپې لوبډلې هیڅ فرصت ترلاسه نکړ چې لږترلږه یو ګول ترسره کړي، برعکس، د درېیم ځل لپاره عمران ولیزاده وتوانید چې د اباسین لوبډلې دروازه خلاصه کړې او خپل لوبډلي ته ۳-۰ بریا ور په برخه کړې. هغه د دی څپرکې لومړي لوبغاړی شو چې هیټ ټریک خپل په نوم ثبت کړي. لومړۍ نیمه د ۳-۰ پایلې سره پای ته ورسیده.

د تمې خلاف ، د اباسین څپې لوبډله دوهمه نیمه په خورا ښه او هڅېدونکې توګه پیل کړه، چې نه یوازې د سیالۍ واک یی لاس که نیولې و بلکه د هندوکش ګول باندې یې ډیر فرصتونه هم رامینځته کړل چې په ۶۳ مه دقیقه کې لومړی ګول د امید شیرزاد لخوا ترسره شو مګر دوی ونه توانیدل چې توپ ځان سره وساتي. عقابان هندوکش د لوبې په ۹۲ مه دقیقه کې د ایمل افغان ګول په مرسته لوبه د ۱-۴ به توپیر وګټله.

په پاې کې، عمران ولیزاده په میدان کې د خپل ښکلې لوبې لپاره د غوره لوبغاړي په توګه وپیژندل شو.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپور شو. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پآڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

 

د دې پاڼې شریکول