سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د غښتلې عقابان هندوکش لوبډلې له د اباسین څپې سره مخام کیدل

۶ وږی, ۱۳۹۴

نن د وږي شپږمه نیټه د مازدیګر څلور بجې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې به د اباسین څپې او عقابان هندوکش لوبډلې د یو بل په وړاندي د لوبې ډګر ته ووزي.

عقابان هندوکش د تیر کال د سیالیو نایبه اتله لوبډله ده او د سږ کال د سیالیو د اتلولۍ د ګټلو له اصلي مدعیانو څخه شمیرل کیږي. د اباسین څپې سر په سر د دویم کال لپاره ونشو کولی چې کومه لوبه وګټي او د شاهین آسمايي، عقابان هندوکش او موج های آمو غښتلو لوبډلو په وړاندي يي مقاومت ونشو کولی.

د اباسین څپي د ګروپي سیالیو پر مهال په ۱۳۹۲ کال کې وکولی شول چې د میوند اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړي او د افغانستان غوره لیګ روشن په درې کلن تاریخ کې خپله لومړۍ بریا په خپل نوم ثبت کړي. سږ کال بیا د نظم الدین تولدیوف له ټیم څخه د دوولسو نویو څیرو په راتلو سره لوړې هیلې پیدا شوې دي، دوی ډاډ ورکړی ده چې سږ کال به د نورو کلو په پرتله ښې پایلې ولري. ایمل ګیرو و ال د عقابان هندوکش د تیر کال لوبډلمشر او دروازه ساتونکی، به سږ کال له د اباسین څپې سره ملګری شي. نوموړی د روشن افغانستان غوره لیګ د دروازه ساتونکو له غوره ساتونکو څخه شمیرل کیږي او هیله کیږي چې دده په راتلو سره د اباسین د ټیم ښه وځلیږي.

عقابان د تیرو دریو کالو په ترڅ کې په ګروپي سیالیو کې ډیر ښه ځلیدلي دي، دوی تیر کال له خپلو دریو ګروپې سیالیو څخه ټولې ګټلې دي، دوی همدارنګه تیر کال په همدې مرحله کې شاهینآسمایی ته هم ماتې ورکړې وه خو په پایلوبه کې بیا د شاهین له خوا ۳-۱ په پایلې سره سخت ټکیدلې وو.

د اباسین څپي به سږ کال وغواړي تر څو په خپله لومړۍ سیالي کي بریا تر لاسه او د الف ډلې نورو لوبډلو ته د خطر زنګ وغږوي. له بلې خوا به عقابان هندوکش لوبډله خپل کوښښونه جاري وساتي تر څو د تیرو کلو د ګروپي سیالیو ریکارډ نور هم پسي وغزوي.

تاسو کولی شئ یادې لوبې له یوټیوب څخه په لاندي لینک هم وګورئ:
www.youtube.com/afghanpremierleague

د دې پاڼې شریکول