سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د لیدو وړ دوه ګولونه او د سپين غر بازان په وړاندې د میوند اتلان ماته

۱۰ تله, ۱۳۹۳

د سپين غر بازان او د میوند اتلان ټیمونو غوره لوبه درلوده. په ډې کتنې کې ۱۰ ګولونه د لوبې په لړ کې او ۶ ګولونه د پنالټي ضربو په لړ کې ترسره شول. په پای کې، سپین غر بازان بریالی شو او دا بریا په دې څپرکي کې د میوند اتلان په وړاندې دوهمه بریا ګڼل کېږي. سید نصیر حسیني د لوبې د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو چې د لوبې په دوهمې نیمې کې یې ۳ ګولونه د میوند اتلان په ګټه ترسره کړل او د افغانستان روشن ۱۳۹۳ غوره لیګ په سیالیو کې یې، د پرلپسې ګول وهونکي په توګه دوهم مقام خپل کړ.
د لوبې په لومړۍ نیمه کې، ډېری، د دواړو ټیمونو له خوا دفاعي حرکتونه او د توپ دفاع لیدل کېده او هیڅ یو ټیم په سیال ټیم برید ونکړ.
د دې لوبې لومړی ګول، په ۳۸ دقه کې، د کارنر څخه د توپ په لېږدونې او د سلیم نعیمي په ضربې سره ترسره شو. هغه د پياوړې ضربې سره د دروازې په ښي لور شوټ وکړ. لوبه د ۱ – ۰ پایلې سره د سپین غر بازان په ګټه پرمخ تله تر دې چې د لوبې په ۴۳ دقه کې، نصیر احمد ناصري، د میوند اتلان په ګټه د ډګر د منځنۍ کرښې څخه د آزادې ضربې په ترلاسه کولو بریالی شو. د سپين غر بازان دروازه ساتونکي، کاوش حیدري، د توپ د مسیر په موندلو کې غلطي وکړه او په داسې حال کې چې هغه دروازې ته ډېر نژدې وو توپ یې د ګوتو د سر نه تېر شو او په ګول بدل شو.
د دې کتنې ۸ نور ګولونه په دوهمې نیمې کې ترسره شول. په ۵۶ دقه کې، د میوند اتلان ټیم کاپيټان، سید باقر آقا، د خپلې ضربې سره ۱ – ۱ مساوي پایلې ته بدلون ورکړ. د میوند اتلان ټیم خپل بریدونه زیات کړل تر دې چې د لوبې په ۷۶ دقه کې، احمد خالد عرفان په داسې حال کې چې توپ یې د سپين غر بازان ټیم لوبغاړي څخه واخیست، ګول وهنه وکړه.
د میوند اتلان ټیم د لوبې تر پای شېبو پورې د ۳ – ۱ پایلې سره مخ ته وو، تر دې چې د سپين غر بازان ټیم څخه سید نصیر حسیني، خپل بریدونه پيل کړل. حسیني وکولای شول په ۸۲، ۸۸ او ۱۰۱ دقه کې ګول وهنه وکړي او لوبه د ۴ – ۳ پایلې سره د خپل ټیم په ګټه کړي. د سپین غر بازان ټیم، د لوبې په ۱۰۱ دقه کې د سلیم نعیمي له خوا د ګول په ترسره کولو او د ۵ – ۳ پایلې سره د ډګر ګټونکی ښکارېده.
میوندیانو د ځان نه داسې مقاومت وښود چې د کال په لړ کې یې لیدونکو هم تمه درلوده، تر دې چې متین یوسفزي د لوبې په ۱۱۴ او ۱۱۸ دقه کې دوه ګولونه ترسره کړل او دا کتنه پنالټي ضربو ته ولاړه. ستړیا د میوند اتلان یوازینی لامل وو، ځکه چې دا کتنه، د هغوي دوهمه لوبه وه چې پنالټي ضربو ته تله.
پنالټي ضربې د ۴ – ۲ پایلې سره د سپین غر بازان په ګټه پای ته ورسېدې. د دې بریا په ترلاسه کولو سره، هغوي د افغانستان روشن ۱۳۹۳ غوره لیګ په سیالیو کې دریم مقام خپل کړ. د وروستۍ نیمې په راتګ لوبې کې د عقابان هندوکش په وړاندې د ماتې څخه وروسته دا د میوند اتلان لپاره دوهمه پرلپسې او ترخه ماته ګڼل کېږي.
دواړو ټيمونو، د سپين غر بازان او د میوند اتلان ګڼ شمېر ویاړونه ترلاسه کړي او کولائ شي په کراره کراره ځانونه د ۱۳۹۴ کال د سیالیو لپاره چمتو کړي

د دې کتنې د غوره شېبو د لیدو لپاره، د لوبې د په زړه پورو صحنو ویډیو لاندې ووینئ:

 

د دې پاڼې شریکول