سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د موج هاي آمو او د میوند اتلان لوبډلو ترمینځ لوبه (۱-۱) مساوي پای ته ورسیده

۳۱ زمری, ۱۳۹۸

د افغانستان غوره لیګ د اتم څپرکې د ډله‌ییز پړاو په دریمه ورځ د موج هاي آمو ځوان ډلې او میوند اتلان ځوانانو سیالۍ ترسره کړه. د میوند اتلان لوبډلو یوه تیزه لوبه پیل کړه چې په لومړي نیمای کې یې ډیری فرصتونه لاسته راوړلو مګر د نوي او ځوانو لوبغاړو سره د موج هاي آمو لوبډلې سره مقابله کې پاتې راغلل. په ۳۵ مه دقیقه کې د موج هاي آمو لوبډلې د خان محمد سروش د یو په زړه پوري ګول سره لوبې ارخ بدله شوه او په لومړۍ نیمه کې  موج هاي آمو لوبه ۱-۰ پای ته ورسوله.

د دوهمې نیمایی په لومړیو دقیقو کې، د میوند اتلان لوبډلې د فیض محمد فیضي، یو له پیاوړو لوبغاړو د بدلولو سره لوبې ته دوام ورکړ. په نهایت کې، د واحد االله نوروزي لخوا په ۷۳ مه دقیقه کي، ترسره شوي ښکلي ګول سره، لوبه ۱-۱ مساوي شوه.

لوبه ۱-۱ پای ته ورسېده او د موج هاي آمو ګول ساتونکې محبوب الله کاکړ د خپل غوره کړنې لپاره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپور شو. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پآڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې ((www.youtube.com/afghanpremierleague کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

 

د دې پاڼې شریکول