سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د میوند اتلان، ډاډه دی چې د دې څپرکي د اتلولۍ سرلیک ترلاسه کړي

۷ زمری, ۱۳۹۴

د ۱۳۹۴ افغانستان روشن غوره لیګ د اصلي ټورنمنټ پیل ته څه کم یوه میاشت پاتې ده او پلویان په بې‏صبرانه ډول د سیالۍ په ډګر کې د لوبډلو د لوبو په تمه دي. څو لوبډلې لکه د میوند اتلان او د سپین غر بازانو لوبډلې کابل ته راغلي ترڅو د اصلي ټورنمنټ د پیل او د نورو لوبډلو د راتګ څخه وړاندې، ډېرې لوبډلیزې ناستې ولري.

لومړنۍ لوبډله چې کابل ته راغلي، هغه د میوند اتلانو لوبډله ده. په دې لوبډله کې د کندهار، نیمروز، هلمند، زابل، او ارزګان ولایتونو څخه لوبغاړي شتون لري. د دې لوبډلې کاپیټان، سید باقر دی هغه څوک چې د ۱۳۹۳ افغانستان روشن په غوره لیګ کې د ښې کړنې له امله ملي لوبډلې ته راوبلل شو.

په ۱۳۹۲ کال کې د افغانستان روشن غوره لیګ د پیل راهیسې، د دې لوبډلې کړنه په هر څپرکي کې لا وده کړې. په تېر څپرکي کې هغوی وکولی شول چې د سیالیو نیمه پایلوبو ته ځان ورسوي خو په یوه حیرانوونکې سیالۍ کې په پنالټیو کې یې د عقابان هندوکش څخه ماتې ومنله. د دې لوبډلې د تېر کال ښو سیالیو ته په کتو سره، دا لوبډله د نورو لوبډلو لپاره یو ګواښ ګڼل کېږي.

پرون مې د دې لوبډلې د نویو لوبغاړو په اړه او په لومړیو ورځو کې په کابل کې د هغوی د حالت په اړه د معلوماتو راغونډولو لپاره مې له دې لوبډلې څخه لیدنه وکړه. کله چې مې په دې څپرکي کې د هغوی د لوبډلې په اړه پوښتنه وکړه، د هغوی په څېرو کې د ویاړ ډکې مسکا ته مې پام شو، هغومره چې هغوی خوشاله برېښېدل، متواضع هم ښکارېدل. مرتضی جعفری وویل: « پوهېږم چې ځینو لوبډلو لکه د سیمرغ البرز، د نوروزي ټورنمنټ اتل، نوي لوبغاړي خپلې لوبډلې ته جذب کړي، خو زه ډاډه یم چې د سږکال اتلولي زموږ خپله ده.»

باید په دې څپرکي کې د میوند اتلانو د لوبډلې د کړنې لیدونکي ووسو، آیا هغوی کولی شي دا سیالۍ په ښه توګه شاته پرېږدي او د لومړي ځل لپاره د دې سیالیو اتلولي خپله کړي؟

د دې پاڼې شریکول