سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د میوند اتلانو ته ماتې ورکونې سره شاهین آسمایي د نوروزي ټورنمنټ پایلوبې ته ورسېد

۲۷ کب, ۱۳۹۳

د اتلولۍ د سرلیک ساتونکي، شاهین آسمایي، په نیمه پایلوبې کې خپل کار ښه ترسره کړ او د سهیلي سور رنګ ‎اغوستونکوله مخې تېر او د افغانستان روشن لومړني نوروزي ټورنمنټ پایلوبې ته یې لاره وموندله.

د شاهین آسمایي ښه اخلاق لرونکی لوبغاړی، حشمت الله بارکزی، د جریمې له محوطې څخه بهر، ډېر ژر د پلازمېنې ژړ رنګ اغوستونکو ته وړاندې والې ورکړه. خو دې پایلې ډېر زیات دوام و نه موند او سم دلاسه څو دقو وروسته، سید باقر د یوې پنالټي له لارې لوبه مساوي کړه. له دې ګول څخه وروسته، دواړو لوبډلو د یو بل په دروازو باندې ځینې بریدونه ترسره کړه خو ډېر وخت تېر نه شو چې شاهین بیاځلې تر خپل سیال مخ ته شو؛ امرالدین شریفي د یو کارنر سره د خپل سر په ضربې دوهم ګول ترلاسه کړ.

شاهین آسمایي په ۱۸ دقې کې وکولای شو په ۲ لوبو کې خپل د ګولونو شمېرې ۴ ته ورسوي او د سهیل لوبغاړو ته کار لانورهم ستونزمن کړي. په داسې حال کې چې سور رنګ اغوستونکې بریالي نه شوه چې وروسته له دې ګول څخه بېرته سمون ومومي، موږ د یو‎اړخیزې لوبې شاهد وو.

مصطفی افشار، د شاهین یرغل کوونکی، په ۶۲ دقې کې د میوند پر لښکر خپل وروستۍ تیر وار کړ؛ او په ډېر هوساینې یې د حشمت الله پاس چې د راسته خوا څخه رسېدلی وو، ګول ته ورساوه او پایلوبې ته د شاهین آسمایي د رسېدنې په هکله یې ټوله ډاډمن کړه.

له دې پایلې سره شاهین د افغانستان روشن ۱۳۹۴ کال غوره لیګ نوروزي ټورنمنټ پایلوبې ته لاره وموندله، چېرته چې هغوی به د سیمرغ البرز او دسپین غر بازانو تر منځ د لوبې د ګټونکي انتظار باسي.

د سیمرغ البرز او دسپین غر بازانو تر منځ د راتګ لوبه سبا، د کب ۲۷، وروسته له غرمې په ۳ بجو د جلال‎آباد په ښار کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په اسټوډیوم کې په لاره اچول کېږي.

مینه وال کولای شي دا لوبه په ژوندۍ بڼه، د طلوع او لمر ټلویزیونونو، د آرمان اف ام او آراکوزیا اف ام راډیوګانو او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ د لاندې لیکل شوي رسمي انټرنېټي پاڼو له لارې تعقیب کړي:

 

د دې پاڼې شریکول