سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د میوند اتلانو د لوبډلې ۲۶ کسیزه لوبډله

۲۰ غبرګولی, ۱۳۹۵

د افغانستان روشن غوره لیګ د شنه لوبغالي لوبې سږ کال د مۍ له ۱۳ مې بیا د همدې میاشتې تر ۱۶ مې نیټې پورې د کندهار په ښار کې ترسره شوې د کندهار، نیمروز، زابل، ارزګان او هملند ولایتي لوبډلې په دې لوبو کې ګډون کړی وو. په دې لوبو کې د کندهار الف، کندهار ب، هلمند، ارزګان او زابل لوبډلو ګډون کړی وو. 

د کندهار ب لوبډلې وکولای شول په خپلو لوبو کې سیالو لوبډلو ته ماتې ورکړي او په دې سره د دې لوبو اتلولي خپله کړي. د یادې لوبډلې پیاوړی لوبغاړی عبدالرحمن د دې ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړه. 

دا ټورنمنټ سږ کال د هیجاني لوبو شاهد وو چې ټولې لوبې د فیفا او د فوټبال د آسیايي کنفډراسیون د لیسنس لرونکي روزونکې ښاغلي بایر ایګمبردیوف له خوا تر قضاوت لاندې ونیول شوې، له ده سره د افغانستان د فوټبال فدراسیون هیئت هم ملتیا کوله تر څو د میوند اتلانو لوبډلې ته تر ټولو غوره استعدادونه وټاکي. دوی سږ کال د میوند اتلانو لوبډلې ته ۱۱ نوي لوبغاړي غوره کړل. 

د اتلانو لپاره سږ کال د دوی د تیر کال تر ټولو غوره بریدګر لوبغاړی مصطفی افشار حضور نه لري، دی به سږ کال یو ځل بیا د خپلې لوبډلې طوفان هریرود په ګټه لوبه تر سره کړي. 

تاسو کولای شئ د افغانستان روشن غوره لیګ سیمه اییز ټورنمنټونه یا د شنه لوبغالي لوبې د پنجشنبې په شپو له ۹ بیا تر ۱۰ بجو له طلوع او لمر ټلویزیونونو څخه وګورئ. همدارنګه د دې لوبو په اړه د لا ډیرو معلوماتو او خبرونو لپاره کولای شئ زموږ د خواله رسنیو پاڼو ته هم  سر ورښکاره کړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول