سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د میوند اتلانو په نیمه پایلوبه کې د سپین غر بازانو ته د ۱-۰ په پایلې سره ماتې ورکړه

۴ تله, ۱۳۹۴

د نیمه  پایلوبې ننۍ لوبه د خوش چانسه سپین غر بازانو او د میوند اتلانو لوبډلو تر منځ نن د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره شوه.

د لومړۍ نیمايي په لومړنیو شیبو کې بازانو د ښکلو باسونو په تر سره کولو سره وکولای شول تر څو د زیات وخت لپاره د توپ مالکیت په خپل لاس کې ونیسي او په دې سره يي اتلان مجبور کړل تر څو دفاعي لوبه وکړي.

اما د اتلانو د مرکز او بریدګرې کرښې لوبغاړو ډیر وخت ضایع نه کړ او د سپین غر په دروازه يي خپلې عجولانه حملې شروع کړې. اتلانو د لومړۍ نیمايي په جریان کې د بازانو په دروازه یوه غټه او اوږده حمله تر سره کړه او دا حمله د سید باقر او مصطفی افشار غوندي لوبغاړو له خوا رهبري کیده، خو د بازانو تکړه دروازه ساتونکي احمد زهیب اصیل پرینښودل تر څو دا حمله په ګول بدله شي او په دې سره لومړۍ نیمايي د ۰-۰ په پایلې سره مساوي پای ته ورسیده.

دوهمه نیمايي په داسي حال کې شروع شوه چې د سپین غر بازانو غوښتل د لوبې څرخ په خپله ګټه واړوي خو اتلانو بیا هم له داسي لارو چارو کار اخیست چې په هغې سره يي د بازانو لیکې تر فشار لاندې راوستې.

د دوهمې نیمايي له شروع څخه لس دقیقې وروسته په ۵۵ دقیقه کې د بازانو کپټان سید باقر میرسالمي بالاخره د اتلانو لومړی ګول تر سره کړ.

د باقر له ګول وروسته اتلانو ضد فوټبال شروع کړ په دې مانا چې یوازي د خپلې دروازې ساتلو ته يي ملا وتړله او نه يي غوښتل چې کوم ګول وخوري. کله چې لوبه ۷۰ او ۸۰ مو دقیقو ته داخل شوه په ښکاره توګه معلومه وه چې د بازانو بریدګره کرښه د اتلانو په دفاعي لیکه کې د ننوتلو صلاحیت او انرژی نه لري او د بازانو هره حمله به بې پایلې وه.

کله چې دلوبې وروستی ویسل وغږول شو د اتلانو ټیم د ۱-۰ په مخکیوالي سره دا لوبه وګټله.

په بله نیمه پایلوبه کې ټاکل شوې ده سبا د شاهین آسمايي لوبډله د یکشنبې په ورځ د موج های آمو له لوبډلې سره لوبه تر سره کړي. د دې ښکلې لوبي لیدل مه هیروئ.

 د دې فصل ټولې لوبې د مازیګر په درې نیمو بجو پیل کیږي.

تاسو کولای شئ دا لوبې د لمر، طلوع، آراکوزیا او ارمان اف ام راډیوګانو له لارې تعقیب کړئ.

همدارنګه د یوټیوب له لاري په ژوندۍ بڼه دا لوبې د لیدو وړ دي.
www.youtube.com/afghanpremierleague

د دې پاڼې شریکول