سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د میوند اتلان او د اباسین څپې سیالۍ

۱۰ وږی, ۱۳۹۵

د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اصلي بهیر په دوهمې اونۍ کې، «د میوند اتلان» او «د اباسین څپې» یو بل پر وړاندې لوبېږي. دا سیالۍ د ۱۳۹۵ کال د وږې په ۱۰ نېتې، له غرمې نه وروسته په ۰۳:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره اچول کېږي. 

دا سیالۍ د اباسین څپې لوبډلې لپاره ځکه ډېره اړینه ده چې کولای شي د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال په سیالیو کې د هغو د کمزورې ځلېدنې وړاندوینې رد کړي. تېرو څپرکو کې کارپوهانو، دا لوبډله د دې لپاره کمزورې ګڼل چې هیڅ لاس‎ته راوړنه یې نه درلوده. که څه هم، د دې لوبډلې غړو په ترکیب کې ګڼ‎شمېر بدلونونه راغلي. په دې وروستیو کې، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال په سیالیو کې د بریا لپاره اباسین څپې له کابل څخه ۶ لوبغاړي په خدمت ګومارلي. د دې لوبډلې هدایت د یو تاجیکستاني روزونکي په لاس کې دی. 

د میدان بلې خوا ته، د میوند اتلان، هغه لوبډله چې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال سیالیو کې دریم مقام خپل کړی وو، ښایي چې د اباسین څپې پر وړاندې به ډېر زیات ځواکمن ښکاره شي. د لوبډلې کپټانۍ مقام ته د فیض محمد فیضي ګومارنه او د لوبډلې لومړي ګول ساتونکي، امان الله طوفان نه شتون، ځینې هغه بدلونونه دي چې دې لوبډلې په خپل ترکیب کې راوېستي. د میوند اتلان د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال په سیالیو کې د اتلولۍ سرلیک مدعیانو څخه ګڼل کېږي. 

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب‎پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې خپرېږي. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیالیو او د دې لیګ لوبډلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د (www.afghanpremierleague.com) پاڼې ته مراجعه وکړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول