سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د میوند اتلان او سپین غر بازان ټیمونه، د دریم مقام د ترلاسه کولو لپاره د یو بل سره لوبه ترسره کوي

۱۰ تله, ۱۳۹۳

نن د غرمې وروسته په ۳ بجو د میوند اتلان او سپين غر بازان ټیمونه، وروسته له خپلې وروستۍ کتنې چې د ۱۳۹۳ کال د وږې په ۲۸ نېټې په لاره اچول شوې وه او د ۱ – ۰ پایلې سره د سپين غر بازان په ګټه پای ته ورسېده، د دوهم ځل لپاره د یو بل په وړاندې سیالۍ ترسره کوي. دواړه ټیمونه به د دریم مقام د ترلاسه کولو لپاره، د یو بل سره لوبه وکړي. د وروستۍ نیمې په پړاو کې، دواړو ټیمونو لوبه د سیال ټيم په وړاندې وبایلله.
په تګ لوبه کې د مساوي پایلې څخه وروسته، د میوند اتلان په راتګ لوبې کې د عقابان هندوکش په وړاندې ماته وخوړه، چې ګڼ شمېر دا لوبه د افغانستان روشن غوره لیګ تر ټولو غوره لوبه ګڼي. دا لوبه پنالټي ضربو ته لاړه چې په پای کې د میوند اتلان، لوبه د ۷ – ۸ پایلې سره سیال ټیم ته وبایلله.
د سپین غر بازان، په تګ لوبې کې د اتلولۍ د مقام مدافع په وړاندې شتون وموند چې دا لوبه د ګول پرته پای ته ورسېده، خو د دې ټیم په وړاندې په راتګ لوبې کې یې، د ۳ – ۰ پایلې سره ماته ومنله او وروستۍ نیمې ته یې لاره ونه موندله.
په دې څپرکي کې، دواړو ټیمونو ځيني بریالیتوبونه ترلاسه کړل او هیله مند دي تر څو په ۱۳۹۴ کال کې د لازیاتو بریاوو شاهد وي. د میوند اتلان، د دې څپرکي په سیالیو کې غوره مدافع ټیم وپېژندل شو چې خپلو سیالانو ته یې د دې اجازه ورنکړه تر څو د یو ګول څخه ډېر ګولونه ترسره کړي. دې ټیم طوفان هریرود او سیمرغ البرز ټیمونو ته د ماتې ورکونې څخه وروسته، وروستۍ نیمې پړاو ته لاره وموندله.
د سپین غر بازان ډېره هڅه وکړه تر څو د دې سیالیو پایلوبې ته لاره ومومي او حتا د میوند اتلان ټیم ته ماته ورکړي او نن به د دوهم ځل لپاره د دریم مقام د ترلاسه کولو په موخه د دې ټیم په وړاندې لوبه وکړي

په آنلاین توګه د دې لوبې د تازه خبرونو د ترلاسه کولو او څېړنو لپاره، په فیسبوک، تویتر، او یوتیوب کې زمونږ له رسمي پاڼې څخه کتنه وکړئ:
تویتر: AfPremierLeague
فیسبوک: AfghanPremierLeague
یوتیوب: https://www.youtube.com/afpremierleague.

د دې پاڼې شریکول