سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د میوند اتلان او موج‎های آمو سیالۍ

۲ تله, ۱۳۹۵

د فوټبال مینه‎وال، نن د ۱۳۹۵ کال د تلې ۲ نېټه، د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې د یوې بلې هیجانوونکې سیالۍ شاهدان اوسېږي. «موج‎های آمو»، د شمال ختیځ حوزې استازی، له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ بجو «د میوند اتلان» پر وړاندې ځي. دا سیالۍ، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د نیمه‎پایلني پړاو دوهمه سیالۍ ده. 

مویند د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ کال نیمه‎پایلني پړاو کې، د پنالټي شاټونو سره د ۴ – ۲ پایلې سره لوبه د سپین‎غر بازان پر وړاندې ماتې وخوړل، په هماغه څپرکې کې هغوی وکولای شو د یوې پیاوړې لوبې سره موج‎های آمو ته ماتې ورکړي او په دې توګه یې دریم مقام ترلاسه کړ. 

که څه هم میوند د طوفان هریرود لوبډلې پر وړاندې مساوي امتیازونه او د ګولونو توپیر درلودونکی دی، هغوی د طوفان پر وړاندې د ډله‎ییز پړاو دوهمې سیالۍ له بریا سره وکولای شو چې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نیمه‎پایلني پړاو ته لاره ومومي. اوس‎مهال ښایي چې دا لوبډله به د شاهین آسمایي پر وړاندې د دې څپرکې د ډله‎ییز پړاو لسمې سیالۍ کې، د لا زیات چمتووالې او احتیاط سره ښکاره شي. د سهیل استازی د دې څپرکې د اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره، بشپړ تمرینونه ترسره کړي. 

موج‎های آمو، د میوند د نن ورځې سیال، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ کال سیالیو څلورم مقام ترلاسه کړی او همدارنګه د څلورم څپرکې د مېړانې لوبې ډالۍ هم دې لوبډلې ته ورکړل شوه. دا لوبډله په دې څپرکې کې تر اوسه پورې، ۲ بریاوې او ۱ ماتې په خپل برخه کې ثبت کړې. 

مسعود قاري‎زاده، د موج‎های آمو پېژندل شوي مهاجم وویل: «په دې سیالۍ کې زموږ اصلي موخه، میوند ته ماتې ورکونه ده، موږ دې بریا ته رسېدو لپاره، په بېلابېل تلن‎لارو باندې کار کړی. همدارنګه، زموږ لوبغاړي د دې سیالۍ بریا لپاره بشپړې چمتووالې او ځواک لري.» 

میوند په راتګ لوبې کې چې د دوشنبې په ورځ د ۱۳۹۵ کال د تلې په ۵ نېټه په لاره اچول کېږي، د موج‎های آمو کوربه‎توب کوي. 

د دې سیالۍ ننداره له لاسه مه ورکوئ! دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب‎پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې خپرېږي. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیالیو او د دې لیګ لوبډلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د (www.afghanpremierleague.com) پاڼې ته مراجعه وکړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول