سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د میوند اتلان بې ماتې ټیم به د سپین غر بازان سره چې راتلونکي پړاو ته د لارې موندنې هیله لري، لوبه ترسره کړي

۲۸ وږی, ۱۳۹۳

وروستۍ نیمې پړاو ته د سپین غر بازان لاره موندنه، د نن ورځې په لوبې پورې اړه لري. د میوند اتلان ټیم په وړاندې د بریا او یا هم مساوي پایلې په ترلاسه کولو سره، سپين غر بازان راتلونکي پړاو ته خپله لاره موندنه شونې کوي. هغوی حتا د لوېدیځ ټيم په وړاندې د ماتې څخه وروسته هم د لارې موندنې شانس لري، خو په داسې حال کې چې یوازې او یوازې یو ګول وخوري. ډېره ستونزمنه سیالۍ د سپين غر بازان ټیم په تمه ده او د دې ټیم برخلیک د هغوی په خپل لاس کې دی. یعنې، که بریالی شي، په دې سیالیو کې به د پاتې کېدو شانس ترلاسه کړي.
د میوند اتلان ټیم په سر کې شتون لري او د تېر کال د غوره ټیمونو یعنې د ۱۳۹۲ کال اتل، طوفان هریرود او د دوو تېرو څپرکو د اتل مرستیال، سیمرغ البرز سره په سیالۍ کې د ګولونو څخه ډکې بریا د ترلاسه کولو وروسته، د بې ماتې ټیم ریکارډ له ځان سره لري.
احمد خالد عرفان، د افغانستان روشن غوره لیګ یو غوره ګول وهونکی او د میوند اتلان ټیم غړی، هغه څوک چې په دې څپرکي کې یې درې ګوله ترسره کړي او همدارنګه رفیع بارکزی، د افغانستان روشن غوره لیګ سوپر استار او د سپین غر بازان ټیم کاپیټان، هغه څوک چې په دې څپرکي کې غواړي خپل لومړۍ ګول ترسره کړي تر څو وکولائ شي خپل ټیم ته بریا وروبښي، د نن ورځې په سیالۍ کې ګډون لري

د دې پاڼې شریکول