د افغانستان غوره لیګ ۲۰۱۷ کال سهیللوېدیځ زون سیالۍ (د غوره لیګ په لور) د غویي د ۲۰ نېټې څخه د غویي تر ۲۴ نېټې پورې په کندهار ښار کې ترسره شوې. د میوند اتلان د کندهار، نیمروز، زابل، ارزګان، او هلمند ولایتونو څخه استازېتوب کوي. کندهار «الف»، کندهار «ب»، هلمند، ارزګان، او زابل هغه پنځه لوبډلې وې چې په دې سیالیو کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې. دا سیالۍ د کندهار ښار په احمد شاهي سټوډیوم کې په لاره واچول شوې.
دې ټورنمنټ کې هم ډېرې هیجانوونکې او غوره سیالۍ ترسره شوې او ټولې سیالۍ د افغانستان فوټبال فډراسیون د رسمي روزونکو لهخوا وڅارل شوې. هغو څارونکو چې له دې سیالیو څخه لیدنه وکړه، د ۲۰۱۷ کال د سیالیو لپاره د میوند اتلان د ۲۲لوبغاړو ټاکنې په موخه خپلې بشپړې هلېځلې وکړې.
له نیکمرغۍ سره، د هلمند لوبډله د دې زون د څلورو نورو لوبډلو په پرتله ډېره ښه وځلېدل او د دې ټورنمنټ لومړی مقام یې خپل کړ، په داسې حال کې چې د کندهار «ب» لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ. سید باقر میرسلیمي د دې ټورنمنټ غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه او امانالله طوفان د غوره ګولساتونکي ډالۍ خپله کړه، د دې ټورنمنټ د مېړانې لوبې ډالۍ هم کندهار «الف» لوبډلې ته ورکړل شوه.
په ۲۰۱۶ کال کې، د میوند اتلان لوبډله د افغانستان غوره لیګ په اصلي بهیر کې ډېره ښه وځلېدل، او د یوې ډېرې ګرانې سیالۍ وروسته، پایلنې سیالۍ کې د شاهین آسمایي پر وړاندې ولوبېدل. که څه هم، دې لوبډلې و نه شو کولای د شاهین آسمایي پر وړاندې د ۲ – ۱ پایلې ماتې څخه مخنیوی وکړي. دې ځل د افغانستان غوره لیګ ۲۰۱۷ کال اصلي بهیر کې، د میوند اتلان لوبډله هڅه کوي تر څو خپل نوم د اتلولۍ پر جام ولیکي.
د سهیل لوېدیځ زون ټورنمنټ کلیپونه د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې د لاسرسۍ وړ دي. د میوند اتلان لوبډلې د کیفیتلرونکي انځورونو نندارې لپاره، د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.