سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د میوند اتلان ټیم، د بې ماتې ټیم عقابان هندوکش سره لوبه ترسره کوي

۱ تله, ۱۳۹۳

د میوند اتلان ټیم، د وروستۍ نیمې پړاو په لومړۍ لوبه کې د عقابان هندوکش په وړاندې لوبه ترسره کوي. دواړو ټیمونو د څپرکي تر دې دمه ښه لوبه کړې. د عقابان هندوکش ټیم ډله ییز پړاو د بریالیتوب سره پای ته ورساوه، او د شاهین آسمايي، د اباسین څپې، او موج های آمو سره په لوبو کې یې دې درې وو ټیمونو ته ماته ورکړې.
د میوند اتلان ټیم د دوو بریالیتوبونو او یوې ماتې سره، طوفان هریرود او سیمرغ البرز ته د ماتې ورکونې او د سپين غر بازان په وړاندې د ماتې خوړنې څخه وروسته، ډله ییز پړاو پای ته ورساوه.
په دې لوبه کې دوه ټیمونه د بېلابېلو وړتیاوو سره لوبه ترسره کوي. د میوند اتلان ټیم د خپلې لوړې دفاع له امله، چې په درې وو لوبو کې یې یوازې دوه ګوله خوړلي، د وروستۍ نیمې پړاو ته ورسېدل. په داسې حال کې چې، د سږ کال په لیګ کې د عقابان هندوکش ټیم تر ټولو ځواکمن برید لري، چې په خپلو تېرو درې وو لوبو کې یې ۱۲ ګولونه ترسره کړي.
دا لوبه د یوه دفاعي ټیم په وړاندې د یوه برید کوونکي ټیم، کلاسیکه کیسه وړاندې کوي. یوازې یو ټیم به لاره ومومي

.
په ژوندۍ بڼه د دې سیالۍ د تازه خبرونو د ترلاسه کولو لپاره هیله ده له مونږ سره په لاندېنیو ټولنیزو شبکو کې یو ځای شي:
توییتر: AfPremierLeague
فیسبوک: AfghanPremierLeague
یوتوب: http://www.youtube.com/afghanpremierleague.

د دې پاڼې شریکول