سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د میوند اتلان ټیم، طوفان هریرود ټیم ته په ماتې ورکولو سره د (ب) ډلې د جدول په سر کې شتون وموند

۲۰ وږی, ۱۳۹۳

په داسې یوه لوبه کې چې د افغانستان روشن غوره لیګ په تاریخ کې ثبتېږي، د میوند اتلان ټیم د طوفان هریرود ټیم په وړاندې د ۲ – ۰ پایلې سره بریا خپله کړه. د دې څپرکي په پيل کې، د میوند اتلان ټیم په غوره شرایطو کې یو متوسط ټیم ښکارېده. خو د سیمرغ البرز او طوفان هریرود په څېر پياوړو ټیمونو ته په پرلپسې ماتې ورکولو سره، اوس مهال میوند د ۱۳۹۳ کال حیرانوونکی ټیم ګرځېدلی. 

داسې ښکارېده چې لومړۍ نیمه د ګول څخه پرته پای ته رسېږي، خو د لوبې په ۴۷ دقه کې خالد احمد عرفان د میوند اتلان ټیم لپاره د لومړۍ نیمې لومړۍ ګول ترسره کړ. دوهم ګول هم د سعید ابراهیمي له خوا د لوبې په ۹۵ دقه کې ترسره شو چې دې ګول د میوند اتلان ټیم ته بریا وبښله. 

د دې بریا سره د میوند اتلان ټیم د (ب) ډلې په سر کې، د سپين غر بازان، طوفان هریرود او سیمرغ البرز ټیمونو څخه پورته ځای ترلاسه کړ. هغوی د دوو بریالیتوبونو او ۶ امیتازونو سره په نیمه وروستي پړاو کې خپل ځای جوت کړ. 

طوفان هریرود ستونزمن کار په مخ کې لري تر څو د دریم پرلپسې کال لپاره نیمه وروستي پړاو ته ورسېږي همدارنګه په خپلې راتلونکې لوبه کې باید د طوفان هریرود ټیم بریالی او د سپين غر بازان ټیم بایلونکی شي. 

 د لوبې د غوره شېبو د لیدو لپاره، د ورځې د ويډيو په زړه پورې صحنې لاندې وګورئ: 

 

د دې پاڼې شریکول