سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د میوند اتلان ټیم د وروستۍ نیمې پړاو په راتګ لوبه کې د عقابان هندوکش له خوا حذف شو

۳ تله, ۱۳۹۳

د دواړو ټیمونو د لوبې په سبک کې د توپیر له امله، دې کتنې ګن شمېر تمې له ځان سره درلودې. سربېره پر دې، بریالی ټیم به د لومړي ځل لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ پایلوبه کې شتون ومومي. د دې دوو ټيمونو څخه هر یوه، هڅه وکړه تر څو بریا ترلاسه کړي خو په پای کې عقابان هندوکش د ډګر بریالیتوب او د افغانستان روشن ۱۳۹۳ غوره لیګ د اتلولۍ پړاو زیری ترلاسه کړ. 

مخکې له دې چې د میوند اتلان ټیم د وروستۍ نیمې پړاو لومړۍ لوبې ته لاره ومومي، د ډله ییزو لوبو په ترڅ کې یې دوه ګولونه خوړلي ول او د عقابان هندوکش په وړاندې د دفاع سره یې وکولای شول د لازیاتو ګولونو د خوړلو مخه ونیسي. عقابان هندوکش د شاهین آسمايي، موج های آمو او د اباسین څپې په وړاندې په تېرو درې وو سیالیو کې، ۱۲ ګولونه ترسره کړل یعنې په هره لوبه کې یې ۴ ګولونه وهلي دي.  

د لوبې په لړ کې، دواړو ټیمونو ګڼ شمېر فرصتونه ترلاسه کړل  تر څو ګول ووهي، خو هیڅ یو هم ګول وهنه ونکړه. لوبه د ۹۴ دقې سیالۍ وروسته، اضافه وخت ته لاړه. 

بلاخره د لوبې په ۹۷ دقه کې، د عقابان هندوکش لوبغاړي فرهاد طوطاخیل، د میوند اتلان د دروازه ساتونکي امان الله طوفان د غلطۍ څخه په ګټه اخیستو سره د لوبې لومړۍ ګول ترسره کړ او پایله یې ۱ – ۰ کړه. د دې ګول د ترسره کولو څخه وروسته د عقابان هندوکش ټیم مینه وال په شور او هیجان راغلل.

لوبه د میوند اتلان په واک کې نه وه تر دې چې په ۱۱۲ دقه کې، محمد حفیظ د سر په ښکلې ضربې سره لوبه مساوي کړه او دا کتنه پنالټي ضربو ته ولاړه. 

دواړو ټیمونو د پنالټي ضربو په وښلو کې ستونزمنې شېبې په مخ کې درلودې چې د میوند اتلان ټیم وکولای شول د ۱۰ پنالټي ضربو څخه ۷ ګوله ترسره کړي. عقابان هندوکش یو ځل بیاهم ګڼ شمېر ګولونه ترسره کړل او په دې وتوانېد چې د ۱۰ پنالټي ضربو څخه ۸ ګوله ووهي او په دې توګه د افغانستان روشن ۱۳۹۳ غوره لیګ پایلوبه کې خپل شتون جوت کړي. هغوي به د سپین غر بازان او شاهین آسمايي د لوبې ګټونکي سره لوبه وکړي، چې خپله تګ لوبه یې د ۱ – ۱ پایلې سره پای ته رسولې. 

د دې کتنې د غوره شېبو د لیدو لپاره، د لوبې د غوره صحنو ويډيو لاندې ووینئ: 

 

د دې پاڼې شریکول