سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د میوند اتلان ټیم د وروستۍ نیمې پړاو په راتګ لوبه کې د عقابان هندوکش په وړاندې لوبه ترسره کوي.

۳ تله, ۱۳۹۳

د وروستۍ نیمې پړاو په تګ لوبه کې، د میوند اتلان او عقابان هندوکش ټیمونو لوبه د مساوي پایلې سره پای ته ورسېده. د بریا څخه وروسته هر ټیم به د وروستۍ نیمې په پړاو کې خپل لومړۍ شتون تجربه کړي.

په دې کتنه کې د دواړو ټیمونو د لوبې د سبک د توپیر له امله، د دې لوبې څخه بېلابېلې تمې هم شتون لري.

عقابان هندوکش د دې سیالیو تر ټولو برید کوونکی ټیم وو چې د شاهین آسمايي، موج های آمو او د اباسین څپې په وړاندې یې په خپلو سیالیو کې وکولای شول ۱۲ ګولونه ترسره کړي خو د دوشنبې په ورځ د تګ په لوبه کې یې، د میوند اتلان په وړاندې یوازې یو ګول ترسره کړ. 

د میوند اتلان ټيم د پياوړي دفاعي کرښې په درلودو سره، توانېدلی تر څو په دې پړاو کې شتون ومومي. دې ټیم د سیمرغ البرز، طوفان هریرود او د سپين غر بازان په وړاندې په خپلو درې وو تېرو لوبو کې یوازې دوه ګولونه خوړلي دي. بیا هم د میوند اتلان ټیم دفاعي کرښه د دوشنبې په ورځ د عقابان هندوکش په وړاندې لوبه کې پياوړې وځلېده او یوازې یو ګول یې د سیال له خوا ترلاسه کړ.

دا لوبه د تګ لوبې په څېر د لوړ حساسیت څخه برخه منده ده. ځکه چې دواړه ټیمونه به د افغانستان روشن په ۱۳۹۳ غوره لیګ کې د اتلولۍ د مقام د ترلاسه کولو لپاره د یو بل سره سیالۍ ترسره کړي. 

په ژوندۍ بڼه د دې لوبې په اړه د لازیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره، هیله ده لاندېنیو ټولنیزو شبکو ته مراجعه وکړئ:

تویتر: لیگ برتر افغانستان 

فیسبوک: لیگ برتر افغانستان

یوتیوب: http://www.youtube.com/afghanpremierleague.

 

 

د دې پاڼې شریکول