سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د میوند اتلان ټیم د 3 – 1 پایلې سره د سیمرغ البرز ټیم ته ماته ورکړه

۸ وږی, ۱۳۹۳

د میوند اتلان ټیم، د تېر کال د اتل مرستیال یعنې سیمرغ البرز ته، د افغانستان روشن ۱۳۹۳ غوره لیګ په دوهمه لوبه کې ماته ورکړه. د افغانستان فوټبال فدراسیون د سیالۍ د پيل څخه تر پایه، د دواړو ټیمونو د په زړه پورې لوبې لپاره، د شور او هیجان څخه ډک وو.

د سیالۍ په پای کې، د میوند اتلان ټیم، سیمرغ البرز ته د ۳ – ۱ پایلې سره ماته ورکړه او د سیالۍ بریالی شو. خالد احمد عرفان د میوند اتلان ټیم لوبغاړي، لومړی ګول په ۲۶ او دوهم ګول په ۷۰ دقه کې ترسره کړ او د دې لوبې ډېر ګولونه یې ترسره کړل. 

غلام رسول فضلي په ۹۴ دقه کې، د لوبې دریم ګول ترسره کړ او د میوند اتلان ټیم بریالیتوب یې رښتیا کړ.

د سیمرغ البرز ټیم په داسې حال کې چې په دې لوبه کې یې ماته وخوړه خو ۵۵٪ لوبه د دې ټیم په واک کې وه. د سیمرغ البرز ټیم یوازینی ګول، د لوبې په ۸۷ دقه کې د دې ټيم برید کوونکي لوبغاړي فرهاد له خوا، ترسره شو.

سید باقر، د میوند اتلان ټیم کاپیټان چې خپل لومړي بریالیتوب نه ډېر خوښ وو، داسې ووېل: " زه د خپل بریالیتوب نه د هغه ټیم په وړاندې چې تېر کال یې په وروستي پړاو کې لوبه کوله، ډېر خوښ یم او دا ښکاروي چې زمونږ ټيم د څومره وړتیا خاوند دی. مونږ به وروستي پړاو ته لاره پيدا کړو."

د دې پاڼې شریکول