سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د میوند اتلان پایلني پړاو ته لاره وموندل

۲۷ تله, ۱۳۹۶

د بویر اګمابرډیو لوبغاړو په پرلپسې توګه د دوهم ځل لپاره د افغانستان غوره لیګ پایلني پړاو ته لاره وموندل. د میوند اتلان  لوبډلې تېر کال دویم مقام خپل کړ. که څه هم اوس د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې کې، د نیمه‎پایلني پړاو راتګ سیالۍ کې، دا لوبډله د سپین‎غر بازان پر وړاندې د ۰ – ۰ پایلې سره تیم شوه، خو د تېرې لوبې ۲ – ۰ بریا ته پاملرنې سره یادې لوبډلې د شپږم څپرکې پایلني پړاو ته لاره وموندل. دا د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې نیمه‎پایلني پړاو شپږمه سیالۍ وه چې د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې په لاره واچول شوه. 

د نن ورځې سیالۍ کې، هیڅ یوې لوبډلې و نه شو کولای د لومړۍ نیمې ۴۵ دقیقو تر پایه پورې کوم ګول په خپله ګټه ترسره کړي. که څه هم د میوند اتلان تر خپل سیالې لوبډلې ډېره مخکښ څرګنده شوه، مګر د خپل بریدونو څخه یې هیڅ کومه ګټه پورته نه کړه. امرالدین شریفي او فیض محمد فیض ګڼ‎شمېر فرصتونه په واک کې درلودل مګر بریالي نه شوه چې خپلې موخې ته ورسېږي. دواړو لوبډلو د لومړۍ نیمې تر پایه پورې د لوبې د پایلې بدلون لپاره هلې‎ځلې وکړې مګر کومه ګټه یې ترلاسه نه کړه. 

د سپین‎غر بازان لوبډلې د ضد بریدونو څخه ګټې اخیستنې لپاره زیاتره هڅه کول مګر له دې تلن‎لارې څخه یې کومه ګټه په برخه نه شوه او د میوند اتلان دفاعي کرښه په دوامداره توګه پیاوړې څرګنده شوه. 

د دوهمې نیمې پیل سره، د میوند اتلان لوبډله بیا هم د خپلې سیالې لوبډلې پر وړاندې مخکښ څرګنده شوه. اتلان ګڼ‎شمېر نور بریدونو هم د خپل سیال د ګول په لور ترتیب کړه مګر هیڅ کومه پایله یې ترلاسه نه کړه. 

بازان د نن ورځې سیالۍ کې خپل سیال ډېر په ښه توګه مهار کړ او خپله دفاعي کرښه یې په دوامداره توګه تړلې وساتل. د یادې لوبډلې ګول‎ساتونکی، ذهیب اصیل د ګڼ‎شمېر شاټونو مخ‎نیوي سره په خپل موقعیت کې ډېر ښه وځلېد. 

د نن ورځې لوبې ۰ – ۰ مساوي پایلې او د تېرې لوبې ۲ – ۰ بریا سره، د میوند اتلان پایلني پړاو ته لاره وموندل مګر اوس د سپین‎غر بازان لوبډله دریم مقام ته د رسېدنې لپاره سیالۍ ترسره کوي. د میوند اتلان لوبډلې څخه سید ابراهیم د لوبې غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه او لوبډله یې ۵۵ سلنه لوبه په واک کې درلودل. 

د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې د پېښو په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ. د دې سیالیو بشپړ کلیپونه او د (www.youtube.com/afghanpremierleague) یوټیوب پاڼې کې د لاسرسۍ وړ دي. همدارنګه، د خپلې خوښې وړ لوبډلو او لوبغاړو د تازه انځورونو نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول