سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د میوند اتلان ۳ – ۰، د اباسین څپې ته ماتې ورکړه

۱۰ وږی, ۱۳۹۵

په یوې ستونزمنې سیالۍ کې، «د اباسین څپې» د افغانستان فوټبال فډراسیون کې «د میوند اتلان» پر وړاندې ولاړی. د اباسین څپې دې لومړۍ سیالۍ کې د یو امتیاز ترلاسه کونه د هغو لپاره ډېره اړینه وه. که څه هم، هغوی په پای کې تش لاس له میدان څخه ووتل. دا سیالۍ، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال دوهمې اونۍ لومړۍ سیالۍ وه.

د اباسین څپې پلویان د هغو ګڼ شمېر بدلونونو سره چې د دې لوبډلې په ترکیب کې رامنځ ته شوي وې، د خپلې لوبډلې د بریا په تمه وه. دا لوبډله پر هغو لوبغاړو باندې ډېر زیات باور درلود چې خپلې لوبډلې کې یې نوي په خدمت ګومارلي وه. هغوی کولای شو دې لوبې کې د بریا سره د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال په سیالیو کې د پام وړ ځای ترلاسه کړي. 

د میوند اتلان دا سیالۍ په دې تمه پیل کړه چې وکولای شي د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال په سیالیو کې خپل د سیال لوبډلو څخه د بریا سرلیک ترلاسه کړي. هغوی د غوره هماهنګۍ او د تېروتنو پرته پاسونو سره وکولای شو د لوبې لومړی ګول ترلاسه کړي. یار محمد ذاکر خیل وکولای شو په ۹ دقې کې، خپله لوبډله مخ ته کړي. د وروستي ګول وروسته په یوې ډېرې لنډې مودې کې، د میوند کپټان، فیض فیضي، وکولای شو په ۱۲ دقې کې د اباسین څپې ګول د دوهم ځل لپاره خلاص کړي. مګر دا د میوند لوبډلې او د هغو د کپټان لپاره د پای کیسه نه وه. فیضي وکولای شو د یوې عالي ضربې سره، د دریم ځل لپاره توپ د اباسین څپې ګول کې د ننه کړي. او له دې ګوله سره هغه وکولای شو خپل د لوبډلې خیال هوسا کړي. 

د تېرو سرشمېرنو پر اساس، توپ او میدان ۶۰ سلنه د میوند اتلان په واک کې وو په داسې حال کې چې د اباسین څپې ۴۰ سلنه توپ په واک کې درلود. دا لوبه په پای کې د ۳ – ۰ پایلې سره د میوند اتلان په ګټه پای ته ورسېدل. 

په داسې حال کې چې، د اباسین څپې و نه شو کولای هیڅ کوم ګول ترلاسه کړي، دې لوبډلې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ څخه د نه حذف کېدنې لپاره خپل بشپړې هلې‎ځلې وکړې. 

تاسو کولای شئ دا سیالۍ د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې ننداره کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیاليو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، د (www.afghanpremierleague.com) وېب‎پاڼې ته مراجعه وکړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول