سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د میوند او شاهین د غښتلو لوبډلو جګړه!

۲۰ وږی, ۱۳۹۴

نن مازیګر درې نیمې بجې د شاهین آسمايي او میوند اتلانو لوبډله د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې یو د بل په وړاندي د لوبي ډګر ته وزي. دا لوبه په ګروپي سیالیو کې د دواړو لوبډلو وروستۍ لوبه او وروستی فرصت وي تر څو د ډیرو امتیازاتو په اخیستلو سره بلې مرحلې ته لاره پیدا کړي.

شاهین د طوفان هریرود په وړاندي د خپلې لومړۍ لوبې له بایللو وروسته په خپله دوهمه لوبه کې غښتلی را ښکاره شو او ویی کولای شول تر څو سیمرغ البرز ته ۳-۱ په پایلې سره کلکه ماتې ورکړي.

 د میوند اتلانو خپله لومړۍ لوبه د طوفان هریرود په وړاندي د ۲-۱ په پایلې سره وبایلله اما په خپله دوهمه لوبه کې يي د سیمرغ البرز په وړاندي ټول حیران کړل او دا لوبډله يي د ۲-۱ په پایلې سره له مخې لیري کړه.

د افغانستان روشن غوره لیګ په دې فصل کې د میوند اتلانو لوبډله د ښو باتجربه لوبغاړو په درلودلو سره غښتلې شوې ده. د میوند د حملې کرښه د سیدباقر میرسالمي، فیض محمد فیضی او مصطفی افشار غوندي لوبغاړو په لرلو سره ډيره غښتلې ښکارې. همدارنګه د دوی بریدګره کرښه د مرکز او ښې دفاعي لیکې له خوا حمایه کیږي.

که د شاهین لوبډله په هغه ولولې سره چې په تیره لوبه کې یی درلوده لوبه وکړي نو هیچا ته به د شاهین په لاس د میوند د ماتولو پوښتنه پیدا نه شي. که څه هم د اتلانو د قوي دفاعي او بریدګرې کرښې په نظر کې نیولو سره د میوند اتلانو ماتول به هم آسانه کار نه وي.

د ننۍ لوبې ګټونکی به مخامخ نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړي. خو که ننۍ لوبه مساوي شي نو باید د سیمرغ او طوفان د لوبې پایلې ته منتظر پاتې شو تر څو د الف ګروپ د سرنوشت درک معلوم شي.

د دې فصل ټولې لوبې د مازیګر په درې نیمو بجو پیل کیږي.

تاسو کولای شئ دا لوبې د لمر، طلوع، آراکوزیا او ارمان اف ام راډیوګانو له لارې تعقیب کړئ.

همدارنګه د یوټیوب له لاري په ژوندۍ بڼه دا لوبې د لیدو وړ دي.
www.youtube.com/afghanpremierleague).

د دې پاڼې شریکول