سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د نوروزي ټورنمنټ په پرانېسته کې د شاهین او میوند سیالۍ

۲۴ کب, ۱۳۹۳

 د ۱۳۹۴ افغانستان روشن غوره لیګ نوروزي ټورنمنټ، نن ماسپښین ۰۲:۳۰ بجې د ننګرهار، جلال‏آباد د فوټبال فډراسیون به اسټډیوم کې پرانېستل کیږي. د اتلولۍ د عنوان دفاع کوونکې، شاهین آسمايي، او د میوند اتلان خپل د تګ په لوبه کې د یوبل پر وړاندې لوبېږي.

د میوند اتلانو په یوې ځانګړې دفاعي او پاروونکې لوبې سره وکولای شول چې د اصلي ټورنمنټ نیمه پایلوبو پړاو ته لار پیدا کړي او څلورم ځای خپل کړي. هغوی د دې بریالیتوب څخه لاس‏ته راوړل شوې انرژي سره به، د شاهین لپاره بې لاس او پښو حریف نه وي او خپل ځان د ۱۳۹۴ افغانستان روشن د اصلي غوره لیګ د اتلولۍ د دعوه‏کوونکو له ډلې څخه بولي.

د افغانستان روشن غوره لیګ د دوه پړاوونو اتل، شاهین آسمايي، د دریمې پرله پسې اتلولۍ د ګټلو سره غواړي، خپل د بریالیتوب لړۍ خوندي وساتي. د افغانستان روشن غوره لیګ په نوروزي ټورنمنټ کې د پایتخت د زیړو جامو اغوستونکو (زیړ پوښو) د اتلولۍ ګومان د نورو لوبډلو په پرتله زیات ده.

پلویان کولای شي دا لوبې په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزیونونو او آرمان اف ام او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې او همدارنګه په ټولنیزو شبکو کې د افغانستان روشن غوره لیګ ځانګړي سایټونو له لارې تعقیب کړي.

ویب:https://www.afghanpremierleague.com

یوټیوب:  https://www.youtube.com/afghanpremierleague

ټویټر: @AfPremierleague

فیس‏بوک:@AfghanPremierLeague

ګوګل‏ پلاس:@AfghanPremierLeague

اینسټاګرام:@AfghanPremierLeague

 

د دې پاڼې شریکول