سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د نوملړ په سر کې ځای موندنې لپاره دوې سیالې لوبډلې نن د یو بل پر وړاندې ځي

۲۰ تله, ۱۳۹۷

نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې ۲۰ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون کې یوه بله هیجانوونکې سیالۍ ترسره کېږي. دې سیالۍ کې، د سهیل زون استازي، د میون داتلان، د طوفان هریرود پر وړاندې لوبه ترسره کوي. دا د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ ډله‎ییز پړاو اوومه سیالۍ ده.

د غوره لیګ ډله‎ییز پړاو کې طوفان او میوند، دواړو لوبډلو په خپل لومړني سیالیو کې خپل سیال لوبډلو ته ماتې ورکړه او ۳ امتیازونه یې په خپل نامه ثبت کړل. د نن ورځې سیالۍ کې څرګنده کېږي چې کوم یو سیال د نوملړ په سر کې ځای مومي.

تر اوسه پورې د «ب» ډلې څخه د میوند اتلان او طوفان هریرود لوبډلو خپل ۳ امتیازونه ترلاسه کړي مګر د یاد ګروپ دوې نورې لوبډلې، سیمرغ البرز او عقابان هندوکش هیڅ کوم امتیاز په خپل نامه نه دی ثبت کړی.

عبدالحق فیضي، د میوند اتلان لوبډلې روزونکي وویل: «څرنګه چې تاسو پوهېږی، د میوند اتلان لوبډلې څو ورځې مخ کې د عقابان هندوکش پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه، او وروسته له هغه کومې کمزورتیاوې چې زموږ لوبډلې درلودې، په تېرو درې ورځو کې مو د هغو کمزورتیاوو له‎منځه وړلو او یا کموالې لپاره هلې‎ځلې ترسره کړي. همدارنګه، د طوفان هریرود پر وړاندې مو خپله سیالۍ انالیز کړې، هیله‎من یو چې نن یوه غوره او د مینه‎والو د خوښې وړ سیالۍ ترسره کړو. د میوند اتلان لوبډلې ځوانان د نن ورځې سیالۍ لپاره چمتو دي، هیڅ یو لوبغاړی ټپي او محروم شوی نه دی». هغوی زیاته کړه: «تر اوسه پورې د لوبډلې په ترکیب کې هیڅ کوم بدلون نه دی رامنځ ته شوی او ښایي چې، زموږ د نن ورځې ترکیب هم هماغه پخوانی ترکیب وي. په هره توګه، د فوټبال لوبې وړاندوینه، په هماغې اندازې چې ګران کار دی، د روزونکي له نظره سم کار هم نه دی، مګر دا ډېره حساسه او برخه‎لیک ټاکونکې سیالۍ ده. طوفان هریرود هم د لیګ یو له تر ټولو غوره لوبغاړو څخه ده. دا سیالۍ د دواړو لوبډلو لپاره ډېره اړینه او برخه‎لیک ټاکونکې ده، دواړې لوبډلې هڅه کوي تر څو دې سیالۍ کې امتیازونه ترلاسه کړي او موږ هم په بشپړه توګه چمتووالې لرو تر څو وکولای شو د نن ورځې سیالۍ کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړو او وکولای شو امتیازونه یې په خپل نامه ثبت کړو».

د میوند اتلان او طوفان هریرود تر منځ سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې   (Afghanpremierleague.official)کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې  (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړي.

 

د دې پاڼې شریکول