سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د هلمند سیمه ییز ټورنمنټ " د میوند اتلان"

۴ غبرګولی, ۱۳۹۳

د هلمند سیمه ییز ټورنمنټ د مې د ۱۱ نېټې څخه تر ۱۴ نېټې پورې د هلمند ولایت د لښکرګاه د کرزي د فوټبال په سټدیوم کې په لاره واچول شوو. د هلمند الف، هلمند ب، زابل، کندهار، ارزګان، او نیمروز په نوم شپږ ټیمه، د لویدیځ د سیمې هغه ۵ ولایتونه ول چې په دې ټورنمټ کې د ګډون لپاره د ډیرو سختو ستونزو په زغملو سره راغلي ول تر څو وکولائ شي خپل هیلې په ریښتیا بدلې کړي.

په ایران کې مېشت ځینې نور کډوال لوبغاړو هم د ډیرو ستونزمنو شرایطو په درلودو او د خپلو کورنیو او ملګرو څخه د پور په اخیستو سره دې ولایت ته سفر کړی وو تر څو وکولائ شي په دې ټورنمنټ کې ګډون وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسؤلینو د هر لوبغاړي د مهارت او کړنې پر بنسټ، د دې ۶ ټیمونو له ډلې ۲۶ کسه وټاکل. د دې لوبغاړو شمېر به د جون په ۳۰ نېټه په یوې ډله ییزې لوبې کې د یوې دقیقې ټاکنې څخه وروسته ۲۱ کسانو ته راټیټ شي. ۲۶ لوبغاړي په دوو ټیمونو وېشل کیږي چې د یو بل په وړاندې به سیالۍ ترسره کړي. د افغانستان د فوټبال د فدراسیون مسؤلین به په دې لوبه کې د وروستیو ۲۱ کسانو لست وټاکي چې په رسمي توګه به د لوېدیځ له سیمې او د "میوند اتلان" د ټیم څخه استازیتوب وکړي.

د میوند اتلان تیم ۲۶ کسیزه لوبدالو لست
شماره اسم
پست
۱ امان الله طوفان گول ساتونکی
۲ مرتضی گول ساتونکی
۳ احمد الله سعادت گول ساتونکی
۴ سمیع الله مرکزی لوبدله
۵ نصیر حاجی مرکزی لوبدله
۶ وحید الله مرکزی لوبدله
۷ اسدالله رضایی مرکزی لوبدله
۸ ولی محمد مرکزی لوبدله
۹ فرید آزاد مرکزی لوبدله
۱۰ عبدالکریم مرکزی لوبدله
۱۱ صدیق مرکزی لوبدله
۱۲ محمد خان مرکزی لوبدله
۱۳ شیر خان دفاع
۱۴ نصیر احمد دفاع
۱۵ فریدون دفاع
۱۶ عبدالقیوم همت دفاع
۱۷ بریالی دفاع
۱۸ غلام رسول دفاع
۱۹ عبدالقیوم بارکزی دفاع
۲۰ سعید احمد دفاع
۲۱ سعید دفاع
۲۲ سعید باقر فارورد
۲۳ عبدالواحد نورزی فارورد
۲۴ خالد احد فارورد
۲۵ عبدالمتین فارورد
۲۶ محمد حافظه فارورد

د دې پاڼې شریکول