سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د پایلني پړاو ټېکټ ترلاسه کونې لپاره سیالۍ

۲۱ وږی, ۱۳۹۸

نن، د ۱۳۹۸ کال د وږې د میاشتې ۲۱ مه، د افغانستان غوره لیګ اتم څپرکې په لومړۍ پای لوبه کې طوفان هریرود، د افغانستان غوره لیګ دوه ځلې اتل لوبډله، د سپین غر بازان ځوان او هڅول شوي لوبډلې پر وړاندې ځي. دغه دواړه لوبډلي په داسې حال کې د یو بل سره مخ کېږې چې د ډله‎ییز پړاو کې خپل په ډلو کې تر ټولو لوړ امتیازونه یي ترلاسه کړي ول او نیمه پای پړاو ته را رسېدلي دي. طوفان هریرود د درې بریاوو او د سپین غر بازان د دوو بریاوو او یو بایلې سره نیمه پای پړاو ته لاره پیدا کړي ده. دواړه لوبډلې د بریا لپاره د لوبې ډګر ته ځي.

د عقابان هندوکش او د سپین غر بازان لوبډلو ترمینځ نننۍ لوبه د ماښام په ۶:۰۰ بجو، د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل کېږي.

د طوفان هریرود لوبډله له (الف) ډلې او د سپین غر بازان لوبډله له (ب) ډلې څخه مخکې راغلي دي.

نننۍ سیالۍ د دواړو لوبډلو لپاره خورا ارزښتمن ده، هره لوبډله چې د دغې لوبې ګټونکی شي راتلونکې پړاو ته لاره پیدا کوي او بایلونکې لوبډله د سیاليو د لړ څخه بهر کېږي. د سپین غر بازان څلورم څپرکې کې د اتلولې سرلیک یې ترلاسه کړې دی سږ کال ځوان او همدارنګه د ملې ټیم لوبغاړي په خپل لوبډله کې لري او تر ډیره بریده به زیار وباسي تر څو نننۍ لوبه کې بریا ترلاسه کړي. طوفان هریرود لوبډله هم دوه ځلې د افغانستان غوره لیګ اتل پاتې شوی دی، یو همغږه او ژمن لوبډله ده او خپل د تېر کال د اتلولي سرلیک خوندي کولو لپاره خورا زیار وباسي.

نننۍ سیالې تر دی دمه د اتم څپرکې یو له تر ټولو حساسه او په زړه پورې سیالۍ ده او دواړه لوبډلي د بریا لاس ته راوړلو لپاره میدان ته ځي.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پاڼي کې په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښې لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ په اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

 

د دې پاڼې شریکول