سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د 1396 کال نیمه‌ پایلنی پړاو: شاهین آسمایي د سیمرغ البرز پر وړاندې

۲۰ تله, ۱۳۹۶

شاهین آسمایی، د افغانستان غوره لیګ پنځم څپرکې اتل د شپږم څپرکې په نیمه‎پایلني پړاو په لومړې سیالۍ کې د سیمرغ البرز، د پنځم څپرکې دریم مقام ګټونکې لوبډلې پر وړاندې لوبېږي. دا د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنې دوه‎پلوه سیالۍ ده چې نن د ۱۳۹۶ کال د تلې په ۲۰ نېټه له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون کې په لاره اچول کېږي.

په پرلپسې توګه، شاهین آسمایی د دوهم ځل لپاره په نیمه‎پایلني پړاو کې د سیمرغ البرز پر وړاندې لوبېږي. تېر کال، شاهین خپل سیال ته د ۱۰ – ۳ پایلې سره ماتې ورکړه.

د افغانستان فوټبال په تاریخ کې د لومړني ځل لپاره، د غوره لیګ سیالۍ د شپې له‎خوا په لاره اچول کېږي. په اسټیدیوم کې د نصب شوي څراغونه سره اوس د لازیاتو مینه‎والو لپاره د فوټبال د نندارې امکان برابر شوی؛ څرنګه چې د فوټبال زیاتره مینهوال د ورځې له‎خوا د کور او دفتر په کارونو کې بوخت وي، اوس کولای شي د افغانستان غوره لیګ سیالۍ د شپې له‎خوا ننداره کړي.

ضیاء آریا، د افغانستان غوره لیګ مرستیال کمېشنر وویل: «غوره لیګ د افغانستان فوټبال په ودې کې ډېره اړینه ونډه ادا کړې. لیګ د ملي یووالې په ټینګښت کې ډېر د پام وړ سهم ادا کړی.» هغوی زیاته کړه: «د نورو لاسته‎راوړنو سربېره، اوس د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې، د غوره لیګ شپږم څپرکې سیالۍ د شپې له‎خوا په لاره اچول کېږي. اوس ټولې سیالۍ له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو پیل او په ۰۸:۰۰ بجو پای ته رسېږي.

شاهین آسمایي د «الف» ډلې څخه د شپږو امتیازونو درلودو سره د خپلې ډلې په نوملړ کې تر ټولو پورته راغی او نیمه‎پایلني پړاو ته یې لاره وموندل. شاهین په ډله‎ییز پړاو کې د ۴ – ۳ او ۲ – ۰ پایلې سره د سپین‎غر بازان او موج‎های آمو لوبډلو ته ماتې ورکړه مګر یو ځل یې د ۰ – ۲ پایلې سره عقابان هندوکش ته وبایلل.

مجتبی فیضُ د شاهین آسمایی روزونکي وویل: «موږ د شاهین په وړتیاوو باور لرو او ډاډه یو چې په دواړو تګ راتګ سیالیو کې خپل سیال ته ماتې ورکوي. زموږ لوبغاړي دې څپرکې کې هم په بشپړه توګه چمتو او د اتلولۍ سرلیک د ګټنې وړتیا لري.

بلې خوا ته، د «ب» دلې څخه سیمرغ البرز، د شمال زون استازې هم د پنځو امتیازونو درلودو سره نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل. یاده لوبډله د ۱ – ۱ پایلې سره د میوند اتلان او طوفان هریرود پر وړاندې ولوبېدل مګر په دریمې سیالۍ کې د ۰ – ۱ پایلې سره یې د اباسین څپې ته ماتې ورکړه. 

د نیمه‎پایلني پړاو سیالیو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ. تاسو کولای شئ د دې سیالیو د غوره شېبو او بشپړ کلېپونو نندارې لپاره (www.youtube.com/afghanpremierleague) یوټیوب پاڼې ته مراجعه وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلو د انځورونو نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ. 

د دې پاڼې شریکول