سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

سپين غر بازان په یوې حیرانوونکې لوبه کې د ٢ پر ۱ پایلې سره د سیمرغ البرز ټیم ته ماته ورکړه

۱۴ وږی, ۱۳۹۳

د افغانستان روشن ۱۳۹۳ غوره لیګ د څپرکي د دوهمې اونۍ په وروستۍ لوبه کې، د سیمرغ البرز او سپين غر بازان ټیمونو د وږې په ۱۴ نېټه په ډله ییز پړاو کې د یو بل سره سیالۍ ترسره کړه 

په لومړۍ نیمه کې دواړو ټیمونو د یوې دفاعي لوبې سره پرته له ګوله لوبه وکړه خو په ۶۰ دقه کې د سپين غر بازان ټیم برید کوونکي لوبغاړي فهیم افکار یو ډېر ښه پاس ترلاسه کړ او د سر په ضربې سره یې وکولائ شول توپ خپل کړي او د سیمرغ البرز دروازه خلاصه کړي

د سپين غر بازان لومړۍ بریا په ۸۴ دقه کې د منیرالحق ګول سره کم رنګه شوه او لوبې مساوي پایله ترلاسه کړه خو سید ناصر حسیني په ۹۱ دقه کې د ګول په ترسره کولو د ختیځ زون ته بریا وروبښله

د لوبې د غوره شېبو د لیدو لپاره، د حساسو شېبو ويډیو لاندې ووینئ

 

د دې پاڼې شریکول