سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

سیمرغ البرز د عقابان هندوکش پر وړاندې ځي

۲۲ تله, ۱۳۹۷

د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې ډله‎ییز پړاو یوه بله هیجانونکې سیالۍ نن په لاره اچول کېږيږ‎. عقابان هندوکش د غوره لیګ ډله‎ییز پړاو اتمې سیالۍ کې، نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۲ نېټه، د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې د سیمرغ البرز پر وړاندې ځي.

دواړو لوبډلو ډله‎ییز پړاو کې خپلو لومړني سیالیو کې ماتې وخوړل. عقابان د ۲ – ۰ پایلې سره د میوند اتلان پر وړاندې ماتې وخوړل او طوفان هریرود د ۱ – ۰ پایلې سره سیمرغ البرز ته ماتې ورکړه.

ښاغلي وحیدالله واحدي، د عقابان هندوکش روزونکي وویل: «له خواشینیه سره زموږ لوبډله د ځینې ستونزو سره مخامخ شوې ده. موږ تر اوسه پورې هم نه یو بریالي شوي چې هغه ستونزې چې په لومړنۍ لوبې کې مو درلودې، هوارې کړو. له دې امله، نه شو کولای په څرګنده ډول ووایو چې د نن ورځې لوبې کې څه پېښېږي، آیا زموږ لوبډله ښه لوبه ترسره کوي که نه، ځکه چې زموږ لوبغاړي د ارواحي پلوه په ډېر ناوړه حالت کې دي. زموږ ستونزه دا وه چې کله چې ځینې لوبډلې د سوداګرو له‎خوا ملاتړې شوې، لوبغاړي ناراضي دي، او یو شمېر یې له دې امله ناراضي دي چې په ناوړه توګه یې د ملاتړ کېدنې سپارښت ورکړل شوی، ځکه نو موږ و نه شو کولای خپله لوبډله د روحي پلوه پیاوړې کړو. ټوله د لوبې څخه بېزاره دي». هغوی زیاته کړه: «نن ټاکل شوې وه چې زموږ لوبغاړي قرنتین شي مګر ځینې یې د مالي ستونزو له‎کبله و نه شو کولای حتی د قرنتین کېدنې لپاره حاضر شي». 

د سیمرغ البرز لوبډلې روزونکي، ښاغلي ظاهر وویل: «موږ د لیګ له پیل څخه بشپړه چمتووالې درلودل مګر پوهېدو چې د طوفان پر وړاندې سیالۍ زموږ لپاره ګرانه ده، ځکه نو خپل تر ټولو غوره ټکنیکونه مو وکارول، مګر له خواشینۍ سره د یوه لوبغاړي د تېروتنې له‎امله مو لوبه وبایلل نو کار مو لا ګران شو، او اوس باید د نن ورځې سیالۍ کې، عقابان هندوکش هم داسې لوبډله ده چې تر اوسه پورې یوه بایله لري او نن د خپل حیثیت عادې په موخه سیالۍ ترسره کوي، کېدای شي اجازه ور نه کړي چې خپله دوهمه لوبه وبایلي، ځکه نو، ډېره ګرانه سیالۍ مو پر مخ ده». هغوی زیاته کړه: «موږ خپله لومړۍ لوبه بایللې ده او د دې لپآره چې په ډلې کې پورته ولاړ شو، باید په دې سیالۍ کې او همدارنګه هغې سیالۍ کې چې د سې‎شنبې په ورځ یې د میوند اتلان پر وړاندې لرو، ګټونکي شو. په همدې موخه مو پر خپل کمزورتیاوو کار کړ، او خپلې مثبتې ټکې مو لا پیاوړې کړي. هیله‎من یو چې یوه ښه پایله ترلاسه کړو». 

د سیمرغ البرز او عقابان هندوکش تر منځ سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې(www.youtube.com/afghanpremierleague)  کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (Afghanpremierleague.official) کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې  (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړي. 

 

 

د دې پاڼې شریکول