سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

سیمرغ البرز د ۴ – ۱ پایلې سره موج‎های آمو ته ماتې ورکړه

۱۷ وږی, ۱۳۹۵

نن د «موج‎های آمو» تور اغوستونکو، او «سیمرغ البرز» نارنجي اغوستونکو تر منځ سیالۍ د فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره واچول شوه. موج‎های آمو د لوبې په لومړني دقو کې خپل لومړی ګول ترسره کړ او وروسته له هغه یې د دې پایلې د ساتنې لپاره بشپړې هلې‎ځلې وکړې. که څه هم، لوبه د هغو له خوښې سره دوام و نه موند.

په لومړني دقو کې، د موج‎های آمو بریدکوونکي، مسعود قاري‎زاده د لوبې لومړی ګول ترسره کړ مګر په دوام کې هغوی و نه شو کولای چې دا پایلې حفظ کړي. آمو په خپل لومړي سیالۍ کې، ۳ بشپړ امتیازونه ترلاسه کړه او یوازې یوې بلې بریا ته اړتیا وه تر څو هغوی وکولای شي د افغانستان روشن غوره لیګ نیمه‎پایلني پړاو ته لاره ومومي.

سیمرغ البرز، خپل د تېرې اونۍ په سیالۍ کې د سیمرغ البرز پر وړاندې سیالۍ د ۲ – ۲ مساوي پایلې سره پای ته ورسول. که څه هم، د نن ورځې د سیالۍ په لومړني دقو کې، د دې لوبډلې دفاعي کرښه ښه څرګنده نه شوه مګر هغوی خپل هیله او ځواک له لاسه ور نه کړ او ژر تر ژره یې سمون وموند. په ۲۰ دقې کې، فیاض عزیزي د دې سیالۍ مساوي ګول ترسره کړ او د خپلې لوبډلې لپاره یې هیلې ژوندۍ کړې. هغوی یوازې د دې ګول سره ډاډه نه شوه او د لوبې په دوام کې د موج‎های آمو د دفاعي کرښې یوه خطا د دې لامل شوه تر څو سیمرغ وکولای وکولای شي په ۴۵ دقې کې یو بل ګول هم ترسره کړي، هغه ګول چې موج‎های آمو یې ډېر کمزوری کړ.

په دوهمې نیمې کې، سیمرغ د خپلې بریا په اړه ډاډه کېدنې لپاره بریدونو ته دوام ورکړ. منیرالحق ندیم، د سیمرغ پېژندل شوي مهاجم وکولای شو په ۵۱ او ۸۶ دقو کې، د خپلې لوبډلې دریم او څلورم ګولونه هم ترسره کړي او هغه د میدان د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.

موج‎های آمو له دې ماتې سره باید وروستۍ سیالۍ کې حتماً د میدان ګټونکی وي تر څو د ډله‎ییز پړاو څخه د حذف کېدنې خطر سره مخامخ نه شي.

د لوبې سرشمېرنې ښیي چې سیمرغ البرز ۵۵ سلنه میدان او توپ په واک کې درلود په داسې حال کې چې د هغو سیال، موج‎های آمو ۴۵ سلنه میدان په واک کې درلود.

تاسو کولای شئ دا سیالۍ د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې ننداره کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیاليو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، د (www.afghanpremierleague.com) وېب‎پاڼې ته مراجعه وکړئ.

د دې پاڼې شریکول