سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

سیمرغ البرز لوبډلې نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل

۵ تله, ۱۳۹۶

د هېواد د شمال زون استازې، د سیمرغ البرز لوبډلې د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې نیمه‎پایلني پړاو کې د ګډون چانس ترلاسه کړ. په پرلپسې توګه دا دوهم ځل دی چې سیمرغ البرز لوبډله نیمه‎پایلني پړاو ته لاره مومي. سیمرغ البرز د خپل سیال، د میوند اتلان پر وړاندې د نن ورځې سیالۍ د ۱ – ۱ پایلې سره پای ته ورسول او د تېرو څلورو امتیازونو په اضافه یې یو بل امتیاز هم ترلاسه کړ. 

دا د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې ډله‎ییز پړاو لسمه سیالۍ وه چې نن، د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۵ نېټه د افغانستان فوټبال فدراسیون سټوډیوم کې په لاره واچول شوه. 

سیمرغ البرز ډېر ژر د لومړۍ نیمې په اووهمې دقیقې کې د یو ګول سره لوبې ته په خپلې ګټې بدلون ورکړ. یاد ګول د سیمرغ غوره لوبغاړي، فرهاد عادل ترسره کړ مګر دې ټکې ته پاملرنې سره چې تمه نه کېدل د لوبې لومړی ګول سیمرغ ترسره کړي، دا پایله ډېره موده و نه ځنډېدل. 

د میوند اتلان لوبډلې هم د لوبې لومړني ګول څخه یوازې ۴ دقیقې وروسته یو ګول ترسره کړ او پایله یې مساوي کړه. دا ګول یار محمد ذکرخېل، د اتلان تکړه لوبغاړي ترسره کړ. د لوبې په دوام کې، د میوند اتلان لوبډلې په پرلپسې توګه ګڼ‎شمېر بریدونه ضایع کړه او په همدې توګه د هغو سیال هم د خپل فرصتونو څخه کومه ګټه پورته نه کړه او لومړۍ نیمه د ۱ – ۱ مساوي پایلې سره پای ته ورسېدل. 

دوهمې نیمې کې هم لوبه ډېره کراره پر مخ ولاړه او هیڅ یوې لوبډلې و نه شو کولای د خپل سیال پر وړاندې کوم ګول ترسره کړي. د سیمرغ البرز د لوبغاړو شوټونه په پرلپسې توګه د هغو د سیال ګول څخه ډېر لرې رد شوه او یا هم د میوند د دفاعي کرښې له‎خوا تم شوه. بلې خوا ته، د اتلان نامتو بریدکوونکي، امرالدین شریفي او فیض محمد فیضي هم بریالي نه شول چې د خپل برید ځانګړې تلن‎لاره غوره کړي. 

د دې نېکمرغه مساوي پایلې سره، اتلان خپلې سیالې لوبډلې، سیمرغ البرز ته نیمه‎پایلني پړاو کې د ګډون چانس برابر کړ، په داسې حال کې چې د میوند اتلان هم خپل شپږ امتیازونه حفظ کړه او اوس ټاکل شوې چې په نیمه‎پایلني پړاو کې لوبه ترسره کړي. 

دواړو لوبډلو ۵۰ سلنه توپ او لوبه په واک کې درلودل. فرزاد عطایي، د میوند اتلان دفاع‎کوونکي د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه. 

د ډله‎ییز پړاو سیالیو په دوام کې، سبا د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۶ نېټه، د «الف» ډلې څخه، د سپین‎غر بازان په یوې ژوندۍ سیالۍ کې د خپل سیال عقابان هندوکش پر وړاندې لوبېږي. 

د دې سیالۍ بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼه (www.youtube.com/afghanpremierleague) تعقیب کړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تر ټولو تازه انځورونو د نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول