سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

سیمرغ د اتلان پر وړاندې لوبه ترسره کوي

۵ تله, ۱۳۹۶

د افغانستان غوره لیګ د ډله‎ییز پړاو وروستۍ اونۍ د سیالیو لومړنۍ ورځ کې، د تېر څپرکې دویم مقام ګټونکې لوبډله، د میوند اتلان د سیمرغ البرز پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي.  دا سیالۍ نن، د ‍۱۳۹۶ کال د تلې په ۵ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې په لاره اچول کېږي.

ښایي دا سیالۍ د سیمرغ البرز لپاره تر یو حده پورې ګرانه وي څرنګه چې د هغو سیال نیمه‎پایلني پړاو ته د صعود لپاره شپږ اړین امتیازونه وړاندې له دې سیالۍ څخه په خپل نامه ثبت کړي او همدارنګه یو له هغو لوبډلو څخه ګڼل کېږي چې د افغانستان شپږم څپرکې اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره په جدي توګه هڅه کوي. سیمرغ په خپلې لومړۍ کتنې کې خپل سیال، د اباسین څپې لوبډلې ته د ۱ – ۰ پایلې سره ماتې ورکړه مګر د عقابان هندوکش پر وړاندې خپله دویمه سیالۍ یې د ۱ – ۱ مساوي پایلې سره پای ته ورسول. اوس، سیمرغ په ډله‎ییز پړاو کې څلور امتیازونه په خپل نامه ثبت کړي او یوازې یوې بلې بریا سره د «ب» ډلې د جدول په سر کې ځای موندلای شي. 

بلې خوا ته، د بویر اګمابرډیو لوبډلې د غوره لیګ او ملي لوبډلې تر ټولو غوره لوبغاړو د ګومارنې سره تر اوسه پورې ډېره ښه ځلېدلې. د میوند اتلان لوبډلې د طوفان هریرود پر وړاندې خپلې لومړۍ کتنې کې د پام وړ لوبې او ۴ – ۲ پایلې سره خپل سیال ته ماتې ورکړه او د هغه وروسته یې د ۶ – ۳ پایلې سره د اباسین څپې لوبډله له ماتې سره مخامخ کړه. اوس‎مهال د شپږو امتیازونو درلودو سره، یادې لوبډلې د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې نیمه‎پایلني پړاو کې د ګډون جواز ترلاسه کړی. 

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسو کولای شئ په آنلاین توګه دا سیالۍ د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې څخه هم تعقیب کړئ. د دې سیالیو د غوره شېبو کلیپونو نندارې لپاره د غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تازه انځورونو نندارې لپاره (Afghanpremierleague.official) اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ. د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول