سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

شاهین آسمايي، د افغانستان روشن په غوره لیګ کې د اتلولۍ لپاره د عقابان هندوکش په وړاندې لوبه ترسره کوي

۱۱ تله, ۱۳۹۳

عقابان هندوکش به په یوې کلاسیکې لوبې کې هڅه وکړي تر څو د افغانستان روشن غوره لیګ اتل، شاهین آسمايي ته ماته ورکړي. د دې دوو ټیمونو تر منځ نن د غرمې وروسته په ۰۳:۰۰ بجو د افغانستان د فوټبال فدارسیون د لیدونکو څخه ډک سټدیوم کې لوبه ترسره کېږي.
عقابان هندوکش په ډله ییز پړاو کې د شاهین آسمايي په وړاندې د ۲ – ۱ پایلې سره بریالی شو. د شاهین آسمايي ټیم خپل ډېری لوبغاړي د افغانستان په استازیتوب، په آسیایي لوبو کې د ګډون له کبله، له ځان سره نه درلودل.
د شاهین آسمايي ټیم دا ځل خپل ټول قدرت ترلاسه کړی دی، او د دې بریا سره کولای شي د افغانستان روشن غوره لیګ د اتلولۍ جام د دوهم پرلپسې ځل لپاره په خپل سر یوسي. په داسې حال کې چې عقابان هندوکش د افغانستان روشن غوره لیګ په سیالیو کې د خپل لومړۍ اتلولۍ په لټه کې دی. که عقابان غواړي چې بریالی شي، نو باید د حشمت الله بارکزي او مصطفی افشار وژونکي بریدونه د شنډ کړي.
د عقابان هندوکش ټیم د ۱۲۴ دقې لوبې وروسته وکولای شول د میوند اتلان ټيم په څېر ځان د افغانستان روشن ۱۳۹۳ غوره لیګ پایلوبې ته ورسوي. دا لوبه پنالټي ضربو ته ولاړه، چې عقابان هندوکش ټیم د ۸ – ۷ پایلې سره بریالی شو.
 شاهین آسمايي په راتګ لوبه کې د یوې بریا سره وکولای شول د سپين غر بازان ټیم ته د ۳ – ۰ پایلې سره ماته ورکړي او پایلوبې ته لاره ومومي

د دې لوبې د خبرونو د ترلاسه کولو لپاره کولای شئ په آنلاین توګه له مونږ سره په ټولنیزو شبکو کې اړیکه ونیسئ
توییتر: AfPremierLeague
فیسبوک: AfghanPremierLeague
یوتیوب: https://www.youtube.com/afghanpremierleague.

د دې پاڼې شریکول