سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

شاهین آسمايي د افغانستان روشن غوره لیګ پایلوبه کې د دوهم ځل لپاره په خپل شتون ویاړي

۴ تله, ۱۳۹۳

د سپین غر بازان او شاهین آسمايي، د اتلولۍ د مقام مدافع ټیمونه په وروستۍ نیمه کې خپله راتګ لوبه نن ترسره کوي. د پلازمېنې ټیم په وړاندې د ختیځ ټیم تګ لوبې ټول حیران کړل. دا لوبه د ۱ – ۱ مساوي پایلې سره پای ته ورسېده په داسې حال کې چې د سپین غر بازان په ۷۹ دقه کې د برید کوونکي لوبغاړي سلیم نعیمې د وتنې له امله، لوبه د ۱۰ کسانو سره مخ ته وېوړه.
د دې سیالۍ ګټونکی به د افغانستان روشن ۱۳۹۳ غوره لیګ په پایلوبه کې، د عقابان هندوکش سره لوبه وکړي. په ډله ییز پړاو کې د دې دوو ټیمونو په لوبه کې، عقابان د شاهین په پرتله د پام وړ امتیازونه درلودل او شاهین د دې سیالۍ بایلونکی شو. په هغې لوبه کې د شاهین آسمايي ګڼ شمېر غوره لوبغاړو شتون نه درلود او د افغانستان له خوا یې د آسیايي کوریا په لوبو کې ګډون کړی وو.
اوس هغوي د شاهین اردو ته بېرته راګرځېدلي او شاهین آسمايي د خپل ټول قدرت سره د سپین غر بازان په وړاندې لوبه ترسره کوي.
کوم څه چې وړاندوینه یې کېږي، د شاهین آسمايي بریدونه دي. که د ختیځ ټيم د شاهین آسمايي د بریدونو د کنټرولولو لپاره غوره دفاعي پلان ولري، هغوي په دې لوبه کې د بریالیتوب شانس لري

دا لوبه د غرمې وروسته په ۰۳:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون په سټدیوم کې په لاره اچول کېږي. د دې سیالۍ د لیدو لپاره او په آنلاین توګه د ژوندیو خبرونو د ترلاسه کولو لپاره لاندېنیو پتو ته مراجعه وکړئ.
تویتر: AfPremierLeague,
فیس بوک: AfghanPremierLeague
او یوتیوب: https://www.youtube.com/afpremierleague.

د دې پاڼې شریکول