سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

شاهین آسمايي د موج های آمو په وړاندې په خپله دوهمه بریا کې دې ټیم ته په ډېرې آسانۍ سره ماته ورکړه

۱۳ وږی, ۱۳۹۳

 د شاهین آسمايي او موج های آمو کتنه په داسې حال کې پای ته ورسېده چې د کابل ټیم په لومړۍ نیمه کې څلور ګولونه ترسره کړل. د تېر کال اتل شاهین آسمايي، د موج های آمو بې بریا ټیم لپاره ستونزه جوړونکی سیال وو

په لومړۍ نیمه کې د موج های آمو له خوا د مساوي ګول په ترسره کولو سره، داسې ښکارېده چې دا ټیم غواړي مبارزه وکړي. هغوی خپل دوهم ګول د لوبې په ۹۱ دقه کې ترسره کړ او د ۴ – ۲ پایلې سره یې ترخه ماته تجربه کړه

په دې څپرکي کې شاهین آسمايي تر اوسه د اتلولۍ د مقام د مدافعینو په څېر لوبه کړې ده. دا د دې ټیم دوهمه بریا ده. هغوی هڅه کوي تر څو په خپلې راتلونکې کتنې کې، چې د عقابان هندوکش په وړاندې ده بریا ترلاسه کړي

 

د دې پاڼې شریکول