سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

شاهین آسمایي درې نور امتیازونه ترلاسه کړل

۱۹ تله, ۱۳۹۷

د تېر کال اتل، شاهین آسمایي او د اباسین څپې تر منځ هیجانوونکې سیالۍ، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۱۹نېټه، د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې په لاره واچول شوه. دا د افغانستان غوره لیګ اووم څپرکې رحماني بنسټ پنځمه او د «الف» ډلې دریمه سیالۍ وه. د ۹۰ دقیقو لوبې پای کې، شاهین د ۰ – ۱ پایلې سره خپل سیال ته ماتې ورکړه او د اووم څپرکې پایلني پړاو کې یې خپل شتون لا قطعي کړ.

دواړې لوبډلې ډله‎ییز پړاو کې خپلو لومړني سیالیو کې ګټونکې شوې او د نن ورځې سیالۍ کې یې نیمه‎پایلني پړاو کې صعود کونې آسانتیا لپاره هلې‎ځلې ترسره کړې. د اباسین څپې د ځینو شانسونو سربېره و نه شو کولای په لومړۍ نیمې کې تر خپل سیال وړاندې شي، که څه هم باید وویل شي چې د خپل سیالې لوبډلې د ګول پر وړاندې یې ډېر غوره چلند درلود خو بیا هم بریالې نه شوه چې د فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

د اباسین څپې، لوبه د دفاعي تلن‎لارې سره پیل کړه او په داسې حال کې چې شاهین په پرلپسې توګه د هغوی دفاعي کرښه له ګواښ سره مخامخ کړه. سپین‎اغوستونکي لوبغاړو په ۳۵ دقیقې کې یو ډېر خطرناک ضد برید ترسره کړه مګر، دا کاوش حیدري (د شاهین ګول‎ساتونکی) وو چې خپله لوبډله یې وژغورل.

د لوبې ۴۴ دقیقې کې، د شاهین آسمایي له‎خوا د میدان له راسته خوا څخه یو برید ترسره شو، څرنګه چې لوبغاړو توپ د خپلې سیالې لوبډلې ګول ته ښه نږدې کړ او په پای کې هم مصطفی افشار بریالی شو چې د خپلې لوبډلې په ګټه ګول ترسره کړي.

د اباسین څپې و نه شو کولای لومړۍ نیمې کې د ستاینې وړ لوبه ترسره کړي او پرلپسې بریدونه یې د شاهین دفاعي کرښې له‎خوا خنثی شوه. لومړۍ نیمه د لوب‎څار شپېلکۍ او ۱ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدل.

شاهین د لوبې دویمه نیمه د لا زیات جدي چلند سره پیل کړه او څو ځله یې د اباسین ګول له ګواښ سره مخامخ کړ، مګر ګول ته توپ رسېدنې څخه مخ‎نیوي لپاره د سپین‎اغوستونکو هلې‎ځلې د ګټې وړ شوې.

اباسین هم په پرلپسې توګه ضد بریدونه ترسره کړل، مګر کاوش حیدري بیا هم ټولې ضربې خنثی کړې او د خپل ټیم ګول یې خوندي وساتئ. لوبه د ۱ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدل او په دې توګه شاهین نیمه‎پایلني پړاو ته د رسېدنې لپاره خپل کار آسانه کړ.

د احسائیې پر اساس، ۵۲ سلنه لوبه د شاهین آسمایي په واک کې وه. د شاهین آسمایي لوبډلې څخه کاوش حیدري د لوبې غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه.

سبا، د ۱۳۹۷ کال د تلې ۲۰ نېټه، د میوند اتلان له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون کې د طوفان هریرود پر وړاندې ځي.

د دې سیالۍ د غوره شېبو بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼې(www.youtube.com/afghanpremierleague)   کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلې د تر ټولو تازه انځورونو نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com)  ته مراجعه وکړئ.

 

 

 

د دې پاڼې شریکول