سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

شاهین آسمایي د آسیا فوټبال کنفدراسیون ۲۰۱۸ کال کې ګډون نه مومي

۲ لیندۍ, ۱۳۹۶

کابل، د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲ نېټه –  د افغانستان غوره لیګ له خواشینۍ سره خبرتیا وړاندې کوي شاهین آسمایي، د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې اتل، د آسیا فوټبال کنفدراسیون ۲۰۱۸ له خوا د ځینې تازه معیارونو نافذ کېدنې له امله، د آسیا فوټبال کنفدراسیون ۲۰۱۸ کال لوبو کې د ګډون چانس له لاسه ورکړ.

که څه هم د افغانستان فوټبال فدراسیون او غوره لیګ د آسیا فوټبال کنفدراسیون ۲۰۱۸ کال سیالیو کې د شاهین آسمایی د ګډون لپاره په بشپړه چمتوووالې درلوده، مګر بیا هم له ځینې وروستیو توپیرونو له امله چې د آسیا فوټبال کنفدراسیون پلي کړي، یادې لوبډلې و نه شو کولای په دې سیالیو کې ګډون وکړي. د کومو بدلونونو څخه چې د آسیا فوټبال کنفدراسیون پلي کړي، یو اساسي معیار چې د آسیا فوټبال کنفدراسیون پرې ټینګار کوي، په آزادې داوطلبۍ د لوبډلو د خرڅلاو معیار دی. دا په داسې حال کې ده چې د هېواد اوسني اقتصادي ستونزو له امله دا کار په ټاکلي وخت نه ترسره کېږي. 

مګر څرنګه چې شاهین آسمایی په ۲۰۱۷ کال کې د آسیا فوټبال کنفدراسیون په لوبو کې د لومړني ځل لپاره د ګډون سره د فوټبال په تاریخ کې خپله وړتیا په ډاګه کړه، د غوره لیګ اداره او د افغانستان فوټبال فدراسیون ژمن دي چې په قطعي توګه د آسیا فوټبال کنفدراسیون ۲۰۱۹ کال لوبو کې د افغانستان غوره لیګ د اووهم څپرکې اتل لوبډلې د ګډون په موخه د آسیا فوټبال فدراسیون ټوله معیارونه بشپړ کړي. 

د دې پاڼې شریکول