سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

شاهین آسمایي د افغانستان غوره لیګ اتم څپرکې کې په خپله لومړۍ لوبه کې عقابان هندوکش ته ماتې ورکړه

۳۰ زمری, ۱۳۹۸

د افغانستان غوره لیګ ډله‌ییز سیالیو په دوهمه ورځ، د شاهین آسمایي قوي لوبډله د هندوکش عقابونو سره مخ شو. د لوبې لومړۍ نیمه د دواړو لوبډلو له زړه راښکونکي او پرله پسې بریدونو څخه ډکه وه، چې په نهایت کې، په ۳۷ مه دقیقه کې امان الله سرداري لخوا په زړه پوري ګول، شاهین آسمایي لوبډله د ۱-۰ توپیر سره مخکښ کړ.

د عقابان هندوکش لوبډله پر مقابلې لوبډلې د لوړ فشار راوستلو سربېره هم ونتوانیدل چې په لومړۍ نیمه کې ګول ترسره کړي او غلام حضرت نیازي د شاهین آسمایي لوبغاړو پر وړاندی د خطا ترسره کولو له امله زیړ کارت ترلاسه کړ.

دوهمه نیمه بې له کوم ګول ترسره کېدلو سره پای ته ورسېدله. شاهین آسمایي د ۱-۰ په توپیر لوبه وګټله. انور اکبري د ښه فعالیت او غوره ځیرکتیا سره په میدان کې، د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړ.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپور شو. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پآڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې ((www.youtube.com/afghanpremierleague کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

 

د دې پاڼې شریکول