سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

شاهین آسمایي د شپږم څپرکې اتلولۍ جام ګټونکې شوه

۶ لړم, ۱۳۹۶

د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې د نصب شوي څراغونو په ځلانده وړانګو کې، د فوټبال زرګونه مینه‎وال د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې پایلنې سیالۍ کې د خپلې په‎زړه‎پورې لوبډلې د ملاتړ او په سټوډیوم کې د خوند اخیستنې لپاره سره راټول شوي وه. د هېواد سهیل زون استازې، د میوند اتلان لوبډله د شاهین‎آسمایي، د کابل سفیر پر وړاندې ولوبېدل. دا له شور او هیجان څخه ډګه سیالۍ نن، د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۵ نېټه له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو په لاره واچول شوه. 

د ۱۸۹۷ کال را په دې خوا، وروسته له څه د باندې څلورو لسیزو، دا د فوټبال لومړنې سیالۍ وه چې د شپې له‎خوا په لاره واچول شوه. 

شاهین آسمایي د خپلو پلویانو په شورماشور کې پر خپل سیال د جدي او پرته له وقفې فشار وړاندې کونې سره، د لوبې لومړې نیمه ډېر په غوره توګه پیل کړه تر څو د خپل سیال سره نېغ په نېغ سیالۍ موخې ته بدلون ورکړي. په داسې حال کې چې، هیڅ یوې لوبډلې و نه شو کولای تر ډېرې اوږدې مودې پورې په خپله ګټه کوم امتیاز ترلاسه کړي مګر په پای کې رضاءالله یاري، د شاهین بریدکوونکي په ۴۳ دقیقې کې د میدان د کین خوا څخه یو پاس په ګول بدل کړ. د لومړي ګول وروسته له ډېرې کمې مودې، انور اکبري د لوبې لومړۍ نیمې په اضافي وخت کې د خپلې لوبډلې په ګټه یو بل ګول هم ترسره کړ او په دې توګه یې لومړې نیمه د ۲ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدل. 

دویمې نیمې کې بېرته راتګ سره، اتلان د «رېکارډ ماتونې مازدیګر» کره ژمنې ته جدي لېوالتیا نندارې ته وړاندې کړه او د دې لوبډلې تکړه لوبغاړو، یارمحمد ذکرخېل او امرالدین شریفي په ۴۷ او ۶۲ دقیقې کې د دوو ګولونو ترسره کونې د خپلې لوبډلې غوره راتګ جوت کړ. 

د شپږم څپرکې پایلني پړاو دې هیجانوونکې سیالۍ دویمه نیمه د ۲ – ۲ مساوي پایلې سره پای ته ورسېدل او د دې کتنې د اتل د جوت کونې په موخه ۳۰ دقیقې رسمي اضافي وخت وړاندې شو. د لومړې نیمې په ۱۵ اضافي دقیقو کې، شاهین آسمایي دوه نور غوره ګولونه هم ترسره کړه او د ګولونو زیاتره تفاضل سره یې کار د اتلان لپاره لا ګران کړ. 

د میوند اتلان لوبغاړي، ناصر حلیمي مساوي پایلې ته د رسېدنې په هیله، د خپلې لوبډلې دریم ګول د اضافي وقت په ۲۴ دقیقې کې ترسره کړ، که څه هم، دا هیله بشپړه نه‎شوه. 

په پای کې شاهین آسمایي د ۴ – ۳ پایلې سره خپلې سیالې لوبډلې، د میوند اتلان ته ماتې ورکړه او د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې د اتلولۍ جام یې په پرلپسې توګه د دوهم ځل لپاره ترلاسه کړ. دا دوهم ځل دی چې د میوند اتلان لوبډله د افغانستان غوره لیګ پایلنې سیالۍ کې دویم مقام ترلاسه کوي. 

انور اکبري د شاهین آسمایي لوبغاړي د پایلنې لوبې د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه. 

د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې پایلنې سیالۍ په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ. د دې سیالیو بشپړ کلیپونه او د (www.youtube.com/afghanpremierleague) یوټیوب پاڼې کې د لاسرسۍ وړ دي. د خپلې خوښې وړ لوبډلو او لوبغاړو د تازه انځورونو نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول