سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

شاهین آسمایي د شېخ کمال نړېواله جام «ب» ډلې کې ځای وموند

۳۰ سلواغه, ۱۳۹۵

شاهین آسمایي د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیواله جام کې د بنګلادېش چېټاکونګ آباهاني، او د نیپال موناګ مارشیانګډي کلبونو سره په «ب» ډلې کې ځای وموند. د پچې اچونې پر اساس، د افغانستان روشن غوره لیګ ۲۰۱۶ کال اتل د ۱۳۹۵ کال د کب په ۱ نېټه، خپلې لومړۍ سیالۍ کې د چېټاکونګ آباهاني پر وړاندې لوبېږي.

دې ټورنمنټ کې اته ګډون‎کوونکي لوبډلې چې درې یې سیمه‎ییز او پنځه یې بهرني دي، په ډله‎ییز پړاو کې د سیالیو لپاره په دوو برخو وېشل کېږي. دې پړاو کې هره بریا درې امتیازونه لري او د هرې ډلې دوه غوره لوبډلې، نیمه‎پایلني پړاو ته د لارې موندنې جواز ترلاسه کوي.

بویر اګمابرډیوف او امرالدین شریفي، د شاهین آسمایي روزونکی او کپټان، په هغې رسنیزې غونډې کې چې د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۲۹ نېټه په لاره واچول شوه، د دې لوبډلې د چمتووالو او میدان ته د ژړو جامو سره د لوبېدنې په اړه خبرې وکړې.

شاهین آسمایي خپله لومړې تمریني غونډه د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۲۹ نېټه د بنګلادېش چېټاکونګ کې ترسره کړه. د دې لوبډلې مرستیال روزونکي، مجتبی فیض وویل، «لوبډله اوس‎مهال په ښه وضعیت کې ده. د شېخ کمال نړیواله جام کې د بریا لپاره ټوله لوبغاړي چمتو دي.»

د شاهین دوهمه او دریمه سیالۍ د ۱۳۹۵ کال د کب په ۴ او ۶ نېټه په لاره اچول کېږي.

دا لوبډله د شېخ کمال جام ډله‎ییز پړاو کې خپلې لومړې سیالۍ کې د ۱۳۹۵ کال د کب په لومړې نېټه، د کابل پر وخت د شپې په ۰۵:۳۰ بجو، د چېټاکونګ سټودیوم کې د چېټاکونګ آباهاني پر وړاندې لوبېږي.

د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیوله جام سیالیو او د شاهین آسمایي د چمتووالې تمرینونو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ وېب‎پاڼې www.afghanpremierleague.com ته مراجعه وکړئ،  او همدارنګه د دې لیګ یوټیوب پاڼه  www.youtube.com/afghanpremierleague لایک کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ کې د خپلې په زړه‎پورې لوبډلې د انځورونو نندارې لپاره د دې لیګ انسټاګرام پاڼه Afghanpremierleague.official لایک کړئ.

د دې پاڼې شریکول