سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

شاهین آسمایي نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل

۲۵ وږی, ۱۳۹۵

نن، د ۱۳۹۵ کال د وږې ۲۵ نېټه، د «شاهین آسمایي» او «میوند اتلان» تر منځ د افغانستان فوټبال فډراسیون لوبغالې کې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال لسمه سیالۍ په لاره واچول شوه. په یوې هیجانوونکې سیالۍ کې، د پلازمینې استازي وکولای شو د ۱ – ۰ پایلې سره میوند ته ماتې ورکړي. د زیاتره کسانو په وینا، دا سیالۍ د پنځم څپرکې تر ټولو ګرانه سیالۍ وه. 

د نن ورځې لوبې کې، د میوند اتلان لوبغاړو پر خپل نفس باندې ډېر اعتماد درلود او د ۶ امتیازونو درلودو سره، هغوی پرېکړه درلوده چې د دې سیالۍ ګټنې سره د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ نیمه‎پایلني پړاو کې خپل شتون قطعي کړي، مګر پایله هغه څه نه شوه چې میوند تمه درلوده. د لوبې پیلوونکی، د سهیل استازی وو چې «طوفان هریرود» او «د اباسین څپې» ته ماتې ورکونې سره یې پښه دې میدان کې کېښودلې وه. 

لومړۍ نیمه پرته له کوم ګول څخه مساوي پایلې سره پای ته ورسېدل. دواړو لوبډلو بشپړې هلې‎ځلې درلودې تر څو وکولای شي د لوبې لومړۍ ګول ترسره کړي. د شاهین زیاتره بریدونه د میوند دفاعي کرښې او د هغو ګول‎ساتونکي له خوا شنډ کېدې. د خپل ګول ساتنې لپاره میوند ډېر د ستاینې وړ هلې‎ځلې درلودې. 

که څه هم، دوهمې نیمې کې د لوبې بهیر بدلون درلود. د میوند لوبغاړو و نه شو کولای د شاهین د ګول په لور خطرناکه فرصتونه رامنځ ته کړي په داسې حال کې چې شاهین بریالی څرګنده شو. د شاهین غوره لوبغاړي، حشمت الله بارکزي، وکولای شو چې په ۸۰ دقې کې د میوند ګول خلاص کړي. وروستۍ دقو کې، د دې لوبې یوازیني ګول‎وهونکي د څارونکي سور کارټ ترلاسه کړ. 

سربېره پر دې چې د میوند اتلان ښه ولوبېدل مګر بیا هم د ۱ – ۰ پایلې سره د شاهین آسمایي څخه مغلوب شوه. د لوبې سرشمېرنو پر اساس، ۶۰ سلنه توپ او میدان د شاهین لوبډلې په واک کې وو. 

سعید ابراهیمي، د میوند اتلان لوبغاړی، د لوبې غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو. 

له دې بریا سره، شاهین د ۶ امتیازونو خاوند شو او د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نیمه‎پایلني پړاو ته یې لاره وموندل. 

تاسو کولای شئ دا سیالۍ د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې ننداره کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیاليو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، د (www.afghanpremierleague.com) وېب‎پاڼې ته مراجعه وکړئ

 

د دې پاڼې شریکول