سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

شاهین آسمایي په یوه حساسه سیالۍ کې د سیمرغ البرز لوبډلې ته ۰-۵ ماته ورکړه

۲۲ وږی, ۱۳۹۸

د افغانستان غوره لیګ د اتم څپرکې په دویمه نیمه پای لوبه کې، د شاهین آسمایی او د سیمرغ البرز لوبډلو ترمینځ، د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې، د پای لوبې ته د لاری موندنې لپاره حساسه او په زړه پوري سیالۍ ترسره شوه. د دغې سیالۍ د پام اړخ دا وو چې بریالۍ لوبډله پای لوبې ته لاره پیدا کړه او بایلونکې لوبډله د سیاليو د لړ څخه بهر شوه.

لوبه ډېره په زړه پورې انداز سره پېله شوه، دواړه لوبډلو په خپل نفسونو باندې د پام وړ اعتماد سره، د پای لوبې ته لاره پیدا کولو لپاره میدان ته ولاړل. شاهین آسمایی برید ګره او سخته لوبه پیل کړه او د لوبې په لسمه دقیقه کې، فردین حکیمی د یوې خطا په ترڅ کې زیړ کارډ ترلاسه کړ. له بلې خوا، د سیمرغ البرز لوبغاړو د خپلې ټولې انرژي او پیاوړتیا سره د شاهین آسمایي د بریدونو مخنیوي لپاره هڅه کوله. مګر د شاهین آسمایی لوبډلې خپل بریدونه لا زیات کړل او د سیالۍ په ۳۴ مه دقیقې کې، رؤف قادري لخوا د سیمرغ البرز دفاعي کرښې د غلطې په ترڅ کې، د شاهین آسمایي لپاره لومړۍ ګول ترسره کړه.

د سیمرغ البرز لوبغاړو د لوبې مساوي کولو لپاره پوره هڅه وکړه او د خپل سیالې لوبډلې پر ګول باندې یي جدي خطرونه رامنځته کړل، مګر د شاهین آسمايي ګول ساتونکې، کاووش حیدري، په خورا پیاوړتیا او زړه ورتیا سره، وکولې شو خپل ګول د دغې بریدونو څخه وژغوري. د سیمرغ البرز لوبډله یوازې د لسو دقیقو لپاره وکولي شول د لوبې دغه پایله وساتي ځکه یو ځل بیا د لوبې په ۴۶ مه دقیقې کې، د رؤف قادري لخوا ښکلې ګول ترسره شو او د لوبې پایله ۰-۲ د شاهین آسمايي لوبډلې په ګټه ثبت شو.  

رؤف قادري، د شاهین آسمايي د فوټبال ستورې، درېدونکې نه ښکارېدله، او د دریم ځل لپاره په ۴۸ مه دقیقې کې يي ګول ترسره کړ او د خپل په زړه پوري هټریک په ترڅ کې لومړۍ نیمه د ۰-۳ په توپير سره د شاهین آسمايي په ګټه پای ته ورسوله.  

دویمه نیمه د لومړۍ نیمې په څېر په زړه پوري پیل شوه، د سیمرغ البرز لوبډله په بد حالت کې و، دوی د مساوي کولو لپاره ۳ او د بریالي کېدلو لپاره ۴ ګولونو ته اړتیا لرله، مشروط پر دې چې د خپل ګول سمه ساتنه يي کړې وای. د لومړۍ نیمې ګولونه په نظر که نیولو سره د شاهین آسمايي تله درنده ښکارېدله، د دوی لوړتیا هغه وخت کره شوه چې مصطفی افشار په ۷۲ هم او ۹۰ امه دقیقې کې په زړه پورې ګولونه يي ترسره کړل.

دغه یو طرفه سیالۍ د شاهین آسمايي په ګټه د ۰-۵ په توپير پای ته ورسېدله او سیمرغ البرز لوبډله د سیالیو د لړ څخه بهر شوه.

رؤف قادري د ۳ ګولونو ترسره کولو د پاره د سیالۍ د غوره لوبغاړې په توګه وپېژندل شو.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپره شوه. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پاڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

 

د دې پاڼې شریکول