سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

شاهین آسمایی نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل

۱ تله, ۱۳۹۶

 د مجتبی فیض لوبغاړي د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې ډله‎ییز پړاو کې د ۲ – ۰ غوره پایلې سره خپل سیال، د هېواد شمال ختیځ زون استازې، موج‎های آمو لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا سیالۍ نن، د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۳۱ نېټه، د افغانستان فوټبال فدراسیون کې په لاره واچول شوه. له ۷۰۰۰ څخه زیاتره ننداره‎چیان د دې سیالۍ نندارې لپاره سټوډیوم ته راغلي وه.

شاهین آسمایي دا سیالۍ د «قطعي بریا» په هڅه پیل کړه، څرنګه چې د لوبې په لومړیو شېبو کې یې د خپل سیال په پرتله خپل وړاندېتوب په ډاګه کونې په موخه یې په پرلپسې توګه د میدان راسته او چپې خوا کې ګڼ‎شمېر بریدونه ترتیب کړه مګر بلې خوا ته، د موج‎های آمو دفاعي کرښې هم تر اړین حده پورې خپله دفاعي کرښه تړلې وساتل.

د لوبې په دوام کې، د لومړني ۴۵ دقو تر پایه پورې هیڅ یوې لوبډلې کوم ګول ترسره کړای نه شو او لومړۍ نیمه د ۰ – ۱ پایلې سره پای ته ورسېدل.

د موج‎های آمو لوبډلې دویمه نیمه د ضد بریدونو څخه په ګټې اخیستنې، په دې تمه پیل کړه چې وکولای شي د لوبې پایله مساوي کړي، که څه هم د هغو دا تلن‎لاره د نن ورځې لوبې کې کومه ګټه نه درلودل. د آمو ټولې هلې‎ځلې او بریدونه په پرلپسې توګه د شاهین د دفاعي کرښې له‎خوا تم شوه او شاهین هم په دوامداره توګه د خپلې واکمنۍ ښکارندویي لپاره د هڅو وروسته یو بل غوره فرصت ترلاسه کړ، څرنګه چې مجیب الله فیض د یو کره برید وروسته په ۸۲ دقیقې کې، د خپل لوبډلې په ګټه دویم ګول ترسره کړ.

د دوو بریاوو او یوې بایلې سره، شاهین آسمایي په «الف» ډلې کې شپږ امتیازونه خپل کړه او نیمه‎پایلني پړاو ته یې لاره وموندل. مګر موج‎های آمو، کومه لوبډله چې په «الف» ډلې کې یې څلور امتیازونه په خپل نامه ثبت کړي، له دې ماتې سره نیمه‎پایلني پړاو کې دګډون فرصت له لاسه ورکړ.

شاهین آسمایي ۵۵ سلنه توپ او میدان په واک کې درلود. حسین علي‎‎زاده، د شاهین دفاع کوونکي د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه.

د دې سیالۍ بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼه (www.youtube.com/afghanpremierleague) تعقیب کړئ. د خپل په زړهپورې لوبډلې د تر ټولو تازه انځورونو د نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

 

د دې پاڼې شریکول