سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

شاهین د آمو په ماتولو سره د دریم ځل لپاره پایلوبې ته لاره پیدا کړه

۷ تله, ۱۳۹۴

د شاهین آسمایی او موج های آمو لوبډلو تر منځ ننۍ لوبه په داسي حال کې پیل شوه چې د لوبې په څلورمه دقیقه کې شاهین وکولای شول د آمو تر دروازې پورې توپ را ورسوي او نږدې وو چې ګول وهنه وکړي خو له بده مرغه د لوبې ریفري د شاهین هیلې له اوبو سره لاهو کړې او دا توپ يي د افسایډ په موقعیت کې اعلان کړ.
شاهین د لوبې په لومړیو دقیقو کې بې له ویري او په بي باکانه ډول لوبه کوله او د آمو په دروازه يي څو واریزي حملې تر سره کړې تر څو په پایله کې دوی د خپلو هڅو پایله ولیده او د لوبې په نهمه دقیقه کې د شاهین حشمت الله بارکزی په دې وتوانید تر څو د خپلې لوبډلې په ګټه لومړی ګول تر سره کړي او په دې سره شاهین په لومړۍ نیمايي کې د ۱-۰ مخکیوالی تر لاسه کړ.
د لوبې په ۱۲ مه دقیقه کې د موج های آمو ټیم ته د کارنر له لارې د ګول وهني یوه ډیره ښه موکه په لاس ورغلې وه خو د دوی لوبډلمشر مسعود قاری زاده توپ ته له اندازي زیاته ضربه ورکړه او توپ له ګول څخه پورته تیر شو.
د لوبې په ۲۶ مه دقیقه کې بیا شاهین د خپلو ګولونو د دوه برابره کولو لپاره ډیر ښه چانس تر لاسه کړی وو خو جمیل ناصري توپ ته ډیره سخته ضربه ورکړه او توپ د څو سانتي مترو په توپیر سره د ګول له پورتني لرګي څخه تیر شو. داسې بریښیده چې د شاهین د دفاع او برید ښکلی ترکیب به آمو ګوته په غاښ کړي او دوی به خپلې هیلې له لاسه ورکړي خو د لوبې په ۳۵ دقیقه کې مسعود قاري زاده وکولای شول چې د لوبې مساوي کوونکی ګول هم تر سره کړي. ده دا ګول د یوه ښکلي چيپ په واسطه تر سره کړ.
دې مساوي کوونکې ګول یو وار بیا په مړژواندي آمو کې ساه پو کړه او دوی د لومړۍ نیمايي په جریان کې په تکراري ډول د شاهین په دروازه باندي خپلو حملو ته ادامه ورکړه. که څه هم لومړۍ نیمايي د دواړو لوبډلو په سخت رقابت سره پای ته ورسیده خو بیا هم د شاهین لوبډله د ۴-۳ په ټولیزي پایلې سره له آمو څخه مخکي وه.
د دوهمې نیمايي په شروع کیدو سره د موج های آمو لوبډله مجبوره شوه تر څو په دفاعي ډول لوبه وکړي، د لوبې په ۴۶ او ۵۵ دقیقه کې د شاهین لوبډلې وکولای شول د آمو په دروازه باندي ښه دقیق شوټونه تر سره کړي خو د آمو با استعداده دروازه ساتونکې، حزب الله له خپلې دروازې څخه په کلکه ساتنه وکړه.

د وروستیو شیبو په را نږدې کیدو سره د موج های آمو لوبډله د هرې دقیقې په تیریدلو سره ناهیلې کیده خو بیا هم په دې شیبو کې آمو خپله حوصله له لاسه ورنه کړه او د ګول وهني څو فرصتونه يي ځان ته برابر کړل. د لوبې په ۷۱ دقیقه کې جعفر صدیقي د ګول وهني یو ډیر ښه چانس هغه مهال له لاسه ورکړ چې د لوبې ریفري د آفسایډ د موقعیت اعلان وکړ.
د لوبې د وروستۍ شپیلۍ په غږولو سره بیا هم شاهین د ۴-۳ په ټولیزي پایلې سره د لوبې ګټونکی وو، په دې پایلې سره د شاهین لوبډلې وکولای شول د افغانستان روشن غوره لیګ پایلوبې ته لاره پیدا کړي. د دې لیګ په پایلوبه کې چې د تلې په لسمه نیټه د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره کیږي، شاهین آسمايي به د سپین غر بازانو له لوبډلې سره د اتلولۍ د ګټلو لپاره سیالي وکړي.
د افغانستان روشن غوره لیګ د په زړه پورې پایلوبې کتل مه هیروئ! دا لوبه د تلې په لسمه نیټه د جمعې مبارکې په ورځ د ماسپښین په درو بجو د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره کیږي. تاسو کولای شئ لوبه د طلوع او لمر تلویزیونونو او آرمان او آراکوزیا اف ایم راډیوګانو له لارې تعقیب کړئ. د لوبو په اړه د مهمو خبرونو د تر لاسه کولو لپاره زموږ د ټولنیزو رسنیو پاڼو او همدارنګه زموږ د انټرنټ رسمي پاڼې ته سر ورښکاره کړئ: (www.AfghanPremierLeague.com)

د دې پاڼې شریکول