سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

شاهین د حاصلاټ لوبډلې پر وړاندې ځي

۱۱ سلواغه, ۱۳۹۵

شاهین آسمایي، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵کال اتل د تاجېکستان استازي، خوسیلوټ لوبډلې پر وړاندې ځي. دا سیالۍ د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷کال جام په بهیر کې، دوو تګ راتګ سیالیو کې په حذفي ډول ترسره کېږي. یاده سیالۍ د دوشنبې ښار مرکزي جمهوري لوبغالې کې، د ۱۳۹۵کال د سلواغې په ۱۲نېټه، د کابل پر مهال له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰بجو په لاره اچول کېږي.

شاهین آسمایي د افغانستان لومړنی فوټبال کلب دی چې د آسیا فوټبال کنفډراسیون سیالیو بهیر ته لاره مومي. ښایي چې دا د شاهین لپاره یوه ګرانه سیالۍ وي؛ که څه هم دا لوبډله هیله منه ده چې د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷کال جام کې، د افغانستان فوټبال لپاره تاریخ جوړوونکې شي.

شاهین د ۱۳۹۵کال د سلواغې په ۶نېټه، دوشنبې ښار ته رسېدنې وروسته په مرکزي جمهوري سټوډیوم کې خپل تمرینونه بیاځلي پیل کړي. دا ټوله تمریني پړاوونه د دې لوبډلې روزونکي بویر اګمابرډیو او د هغه مرستیال، مجتبی فیض تر څارنې لاندې ترسره شوه.

د شاهین سیال، خوسیلوټ ۳آفریقایي لوبغاړي، ۱ازبک، او د تاجېکستان ملي لوبغاړې ۵ملي اغوستونکي په خپل ترکیب کې لري. همدارنګه، د کوربهتوب امتیاز د دې لامل کېږي تر څو دا لوبډله په سټوډیوم کې د خپل زیات شمېر پلویانو څخه ګټه پورته کړي.

د شاهین روزونکي، بویر اګمابرډیو، وویل، «موږ د خوسیلوټ لوبډلې په اړه معلومات لرو، او په دې پوهېږو چې هغوی د څه ډول امتیاز څخه برخهمن دي مګر هیلهمن یو چې وکولای شو د پام وړ اغېزه پرې وکو او بریا ته ورسېږو.»

دا ګرانه سیالۍ به د افغانستان ګوټ ګوټ کې د خلکو پام ځان ته راواړوي او پرته له شکه دا به یوه داسې سیالۍ وي چې د هغو ویاړ او هیلې راوپاروي.

حمیدالله یوسفزۍ، د دې لوبډلې دوهم ګول ساتونکی، د شاهین د تمرینونو پر مهال په دوشنبې ښار کې ټپي شو او د دې لوبډلې د سبا ورځې سیالۍ کې یې د ګډون چانس له لاسه ورکړ. همدارنګه، حشمت الله بارکزۍ، د دې لوبډلې پېژندل شوی مهاجم هم د ټپي کېدنې له امله نه شي کولای دې سیالۍ کې ولوبېږي.

د دې هیجانوونکې سیالۍ شېبه په شېبه خبرونو څارنې لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ ټولنیزې رسنۍ تعقیب او لایک کړئ. د شاهین آسمایي د دې وروستۍ سیالۍ په اړه لا زیات لوستنې لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ وېبپاڼې، www.afghanpremireleague.com ته مراجعه وکړئ او د دې سیالۍ د انځورونو نندارې لپاره، د دې لیګ اېنسټاګرام پاڼه Afghanpremierleague.official لایک کړئ.

د دې پاڼې شریکول