سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

شاهین د میوند د حذف کولو او پایلوبې ته د وتو په هڅه کې دی

۲۶ کب, ۱۳۹۳

د افغانستان روشن غوره لیګ د اتلولۍ د عنوان دفاع‏کوونکی، شاهین آسمایي، د نیمه پایلوبې په راتګ پړاو کې بیا هم د «میوند اتلانو» د لوبډلې پروړاندې لوبيږي. دا لوبه د ماسپښین ۳ بجې په جلال‏آباد کې د افغانستان د فوټبال فډراسیون په اسټډیوم کې ترسره کیږي.

شاهین وکولای شول چې د تګ په پړاو کې ۲-۰ په پایلې سره سهیلیان په آسانۍ سره مات کړي. د هغې لوبې د دوهمې نیمایي په پیل کې، په خپل ځان باندې د میوند د دفاع‏کوونکي ګول څخه وروسته، دې لوبډلې نور د ویلو لپاره څه نه درلودل. د دې لوبې ترټولو پاروونکې شېبه هغه وخت وو چې حضرت نیازي- د شاهین لوبغاړی- په یوه ګران موقعیت کې وکولای شول چې د لېرې نه د یوه ښکلې شوټ‏وهنې سره توپ د میوند د ګول ساتونکي، امان الله طوفان، له لاسو څخه لرې د سور پوښانو دروازې ته دننه کړي.

«د میوند اتلانو» لوبډله د ۱۳۹۴ افغانستان روشن غوره لیګ نوروزي ټورنمنټ په پایلوبه کې د شتون لپاره، باید د ۳ ګولونو په توپیر سره پایتخت مېشتو ته ماته ورکړي.

پلویان کولای شي دا لوبي په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزیونونو او د آرمان اف ام او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې او همدارنګه په ټولنیزو شبکو کې د افغانستان غوره لیګ ځانګړه سایټونو له لارې تعقیب کړي.

ویب: https://www.afghanpremierleague.com
یوټیوب: https://www.youtube.com/afghanpremierleague
ټویټر: @AfPremierLeague
فېس‏بوک: @AfghanPremierLeague  
ګوګل پلاس: @AfghanPremierLeague  
اېنسټاګرام: @AfghanPremierLeague  

د دې پاڼې شریکول