سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

شاهین د میوند په ماتولو سره نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړه

۲۰ وږی, ۱۳۹۴

د میوند اتلانو او شاهین آسمايي تر منځ ننۍ لوبه تر اوسه د افغانستان روشن غوره لیګ د څلورم فصل په لوبو کې تر ټولو هیښوونکې لوبه وه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون لوبغالی له لوبې څخه نیم ساعت مخکې لا په مکمل ډول د فوټبال له مینه والو څخه ډک وو او د پښې ځای نه پکې پیدا کیدی. له لوبغالي څخه بهر په زرګونو مینه والو چې غوښتل يي لوبغالي ته ننوزي د ځای د نشتوالي له امله خپلو کورونو ته ناهیلي ستانه شول.

دا لوبه له هیلو سره سم په ډیر شور او زوږ سره پیل شوه او د لوبې په لومړیو دقیقو کې دواړو لوبډلو د یو بل په دروازو باندي سخت بریدونه تر سره کړل.
د لوبې په اتمه دقیقه کې د اتلانو د دفاعي لیکې لوبغاړي فرزاد عطايي کله چې غوښتل يي د حشمت الله بارکزي یوه حمله ټکل کړي خو د لوبې د ریفري له خوا ګرم وګڼل شو او د پینالټي د ضربې اعلان يي وکړ. د شاهین آسمايي سمیع الله محمدي دا ضربه په ګول تبدیله او په دې سره د لوبې په ۹ مه دقیقه کې د آسمايي لومړی ګول تر سره شو.

په لوبغالي کې د شاهین آسمايي لوبډلې مینه والو خپله لوبډله په شور او زوږ سره تشویق او بدرګه کوله. د لومړۍ نیمايي په وروستیو شیبو کې اتلانو د مساوي کوونکي ګول د تر سره کولو لپاره دوه زرین چانسونه له لاسه ورکړل. لومړی چانس هغه مهال له لاسه ووت کله چې سید باقر میرسالمي، مصطفی افشار ته پاس ورکړ خو افشار د ګول په تر سره کولو کې ځنډ وکړ او په دې سره د ګول وهلو لومړی چانس له لاسه ووت. وحید ندیم وکولای شول په دقیقه توګه د شاهین د دروازه ساتونکي په سر باندي یو ښکلی چیپ تر سره کړي خو سید محمد هاشمي د یوه یقيني ګول مخه ونیوله.

د فوټبال د دې په زړه پوري لوبې لومړۍ نیمايي په داسي حال کې پای ته ورسیده چې اتلانو په وار وار د مساوي کوونکې ګول د تر سره کولو لپاره خپلې هڅې جاري وساتلې.

د دوهمې نیمايي په لومړیو دقیقو کې د شاهین رضا الله یاري، جمیل ناصري ته ښکلی پاس ورکړ او جمیل هم په ډیر قوت سره توپ د ګول په لوري شوټ کړ خو توپ یوازي د ګول له لرګي سره ولګید.

د لوبې په ۵۶ مه دقیقه کې شاهین آسمايي خپل لومړی لوبغاړی هغه وخت تبدیل کړ کله چې عمران ولیزاده د جمیل ناصري په ځای میدان ته داخل شو. عمران د لوبې په ۶۱ مه دقیقه کې د ګول وهني یو ډیر ښه چانس برابر کړ خو د اتلانو دروازه ساتونکي امان الله توپان په خپل لاس سره توپ د ګول له سر څخه ایسته کړ.

د شاهین مینه والو د لوبې په ۶۴ مه دقیقه کې ټول لوبغالی هغه وخت په لرزه راوستی کله چې رضا الله یاري ډیره ښکلې هڅه تر سره او عمران ولیزاده د نوموړي په پاس سره ګول تر سره کړ خو د شاهین له بده بخته چې دا وخت د ریفري له خوا آفسایډ اعلان شو.

اتلانو د لوبې په وروستیو شیبو کې هم خپل بخت وازمویو خو له ډیرو هڅو وروسته بیا هم د ګول په ترسره کولو بریالي نه شول. شاهین آسمايي د ننۍ لوبې په ګټلو سره د دې سیالیو نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړه. د میوند اتلانو سرنوشت بیا د سیمرغ البرز او طوفان هریرود د راتلونکې لوبې په پایلې پورې تړلی ده.

د دې فصل ټولې لوبې د مازیګر په درې نیمو بجو پیل کیږي.

تاسو کولای شئ دا لوبې د لمر، طلوع، آراکوزیا او ارمان اف ام راډیوګانو له لارې تعقیب کړئ.

همدارنګه د یوټیوب له لاري په ژوندۍ بڼه دا لوبې د لیدو وړ دي.
www.youtube.com/afghanpremierleague).

د دې پاڼې شریکول