سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

شاهین د 1394 کال په نیمه پایلوبو کې له موج های آمو سره لوبه کوي

۵ تله, ۱۳۹۴

د افغانستان روشن غوره لیګ د نیمه پایلوبو لړۍ نن د شاهین آسمایی او موج های آمو لوبډلو په لوبې سره ادامه پیدا کوي.

شاهین آسمایی د دوو بریاوو او یوې ماتې په لرلو سره په ټولیزه توګه ۶ امتیازه لري او د خپل ګروپ سرلارې لوبډله ده. د موج های آمو لوبډله په ټولیزه توګه څلور امتیازونه لري چې د یوې بریا، یوې ماتې او یوې مساوي په پایله کې يي دا امتیازونه تر لاسه کړي  دي.

د نن ماسپښین په لوبه کې شاهین آسمایی په ښکاره توګه د مینه والو له له طرفداري څخه برخمنه ده، له دې نه علاوه د ملي لوبډلې پخواني او اوسني لوبغاړي د شاهین آسمايي په ترکیب کې ځای لري نو په دې سره ویلای شو چې د شاهین ماتول به په هیڅ صورت آسانه کار نه وي. د شاهین آسمایی مهم لوبغاړي لکه امرالدین شریفي او محمد عظیم نجفي د تمریناتو پر مهال ټپي شوي دي او نه شي کولای په ننۍ لوبه کې ګډون وکړي.

که څه هم د موج های آمو لوبډلې په لومړي ځل نیمه پایلوبو ته لار پیدا کړي ده او په دې سره يي ټول هک پک کړي دي. د موج های آ مو لوبډله په نن لوبه کې ډیر غښتلی سیال لري خو که دوی په منسجم ډول لوبه وکړي نو د فوټبال د لوبې په ماهیت سره ویلای شو چې کیدای شي شاهین اسمايي ته سرخوږی جوړ کړي.

د نیمه پایلوبې د دې ښکلې لوبې لیدل مه هیروئ.

 د دې فصل ټولې لوبې د مازیګر په درې نیمو بجو پیل کیږي.

تاسو کولای شئ دا لوبې د لمر، طلوع، آراکوزیا او ارمان اف ام راډیوګانو له لارې تعقیب کړئ.

همدارنګه د یوټیوب له لاري په ژوندۍ بڼه دا لوبې د لیدو وړ دي.
www.youtube.com/afghanpremierleague

د دې پاڼې شریکول