شاهین آسمایي په خپل وروستي تمریني پړاو کې، د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په لومړې نېټه، د ۱۰ ورځو لپاره قرنطین کېږي. د دې خپرونې موخه دا ده چې تر څو یو د دې لوبډلې کمزورې ټکې، نیمګړتیاوې، او تخنیکي ستونزې په ډاګه شي. د دې بهیر څارنه د دې لوبډلې د روزونکي، بویر اګمابردیو او مرستیال، مجتبی فیض له خوا ترسره کېږي. په دې مودې کې ټاکل شوې چې د لوبغاړو پر بدني ځواک، د پاسونو لا وده، دفاعي مهارتونو او همدارنګه د بریدونو او ضد بریدونو پیاوړتیا لپاره تمرینونه ترسره شي. په ټولهییزه توګه، د شاهین لومړیتوب د ټیمي مهارتونو پیاوړتیا ده.
بویر اګمابرډیو، د شاهین روزونکی، تېره اونۍ کابل ته راغی تر څو د آسیا کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام کې د دې لوبډلې د لوبو د بهیر څارنه وکړي.
مجتبی فیض، د دې لوبډلې مرستیال روزونکي وویل، «د خپلې لوبډلې د بشپړ چمتووالو سره، موږ هڅه کوو تر څو یوه غوره سیالۍ نندارې ته وړاندې کړو، څرنګه چې وکولای شو د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام کې یو ښه پیل ولرو. زموږ لوبغاړي د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې د هرې ورځې تمرین سره خپل کار پیلوي او وروسته له هغه د قرنطین پړاو د دې لامل کېږي تر څو لوبغاړي د خپل مهارتونو پر پیاوړتیا، تغذیې، او روغتیا باندې لا زیات تمرکز وکړي.» په دې تمرینونو کې د ټولو لوبغاړو ګډون اړین دی.
شاهین آسمایي د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام کې، د تاجیکستاني کلبونو لوبډلې، خوسیلوټ پر وړاندې ځي. تمه کېږي چې دا سیالۍ، یوه ډېره ګرانه او په زړه پورې سیالۍ وي. ښاغلي فیض وویل «شاهین تل د بریا لپاره هلېځلې کوي او ټاکل شوې چې له همدې عزم سره د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام کې د خپل سیال پر وړاندې ولوبېږي.»
د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اتل، شاهین آسمایي وکولای شو تېره اونۍ د یکشنبې او سېشنبې په ورځو، په دوو ملګریزو سیالیو کې، د امرخېل او د اردو ځوانانو ته ماتې ورکړي. دا بریاوې د دې لامل شوي چې په افغانستان کې د فوټبال د مینهوالو هیلې لازیاتې شي او همدارنګه دا بریاوې له هېواده بهر د دې لوبډلې د توان ښکارندویي هم کوي.
د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام، د دې کنفډراسیون غړي کلبونه په نړیواله سیالیو کې د لوبېدنې لپاره سره راټولوي. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان روشن غوره لیګ څخه یوې لوبډلې په دې جام کې د ګډون چانس ترلاسه کړی.
زموږ سره پاته شئ او د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال په جام کې د شاهین آسمایي د سیالیو او تمرینونو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ وېب پاڼې www.afghanpremierleague.com ته مراجعه وکړئ. همدارنګه د خپل په زړه پورې لوبډلو د انځورنو نندارې لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه afghanpremierleague.official لایک کړئ!